خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:

د طالبانو وروستي خونړي بريدونه!!

سیاسی شنونکی:

او د ګوډاګي حکومت د سرتیرو چیغې او فریادونه

هیواد:

اصلي لوبه د ټرمپ ستراتېژي ده!

سیاسی شنونکی:

ټرمپ اوس د خپلې ستراتیژۍ نتایجو ته ګوته په غاښ شو

اصلاح:

د ولس دې الله مل شي!!

سیاسی شنونکی:

الله هلته مل کیدی شی چې د الله د دین د نصرت لپاره تورې ته لاس کړي (ان تنصروا الله ینصرکم) یعنی که د الله له دین سره مو مرسته وکړه نو الله به تاسی سره مل شي.

اراده:

د ولس له درده ناخبره كاغذي زمريان!

سیاسی شنونکی:

بلکې د ولس له درده خوند اخلي.

ویسا:

امريكايي بمبارۍ؟ وحشت كه رحمت؟

سیاسی شنونکی:

ولس ته وحشت او امریکایی غلامانو ته رحمت

حامد کرزی:

افغانستان د درېیم ځل لپاره د لویو قدرتونو د رقابت په ډګر بدل شوی

سیاسی شنونکی:

درې واړه به خدای همغسې رسوا او ذلیل کړي لکه پخوانی درې (چنګیز + انګریز +روس) یې چې رسوا او ذلیل کړل.

د پاکستان‍ پوځ:

پر ډیورنډ کرښه د خنډونو او اغزن سیم لګولو چاره به د ۲۰۱۸ کال تر پایه ختمه شي

سیاسی شنونکی:

خو وبه ګورو چې د 2017 کال تر پایه د الله تعالی اراده څه ده؟

۸صبح:

نشست مشترک سیاسون افغان و طالبان در آینده نزدیک برگزار می شود

تحلیلګر سیاسی:

سیاسیون خو افغانستان را یک دفعه ویران کرد، دیده شود که این دفعه چه نسخه دارند.

وزیر خارجۀ امریکا:

افغانستان را ترک نمی کنیم

تحلیلګر سیاسی:

مجبور استی که ترک نکنی، اګر فرضا ترک کردی پس این دفعه افغانستان ایلا کردنی ات نیست. به واشنګتن پشتت خواهد رسید.

د هېواد دیني عالمان:

له اوسني کړکېچن وضعیته د وتو لپاره دې لویه جرګه راوبلل شي

سیاسی شنونکی:

دا دیني نه بلکی درباري عالمان دي ځکه چې الله فرمایی چې: و ان تنازعتم في شئ فردوه الی الله و رسوله. یعنی که په یو څه کې مو نزاع پیدا شوه نو الله او رسول ته مراجعه وکړئ، او دا درباري عالمان وایی چې لویی جرګې ته مراجعه وکړئ.

ویسا:

تر ځمكې لاندې طبيعي زېرمې؛ د بدمرغيو د دوام يو بل لامل

سیاسی شنونکی:

افغانستان ته خپل طلایی موقعیت اور ګرځیدلی

هیواد:

عنعنوي لويه جرګه د ملي ستونزو د حل يوازينۍ لاره ده

سیاسی شنونکی:

که لویه جرګه په ریښتیا هم د ملي ستونزو د حل لار وی نو افغانستان به یې په تیرو ۵۰۰۰ کلونو کې ګل او ګلزار کړی وی، او دومره به در په در نه وای.

اراده:

ننګرهار؛ د سولې كور د جنګ د اور په لمبو كې

سیاسی شنونکی:

ځکه چې الله فرمایی: اذا اردنا ان نهلک قریة امرنا مترفیها ففسقوا فیها فحق علیها القول فدمرناها تدمیرا.

یعنی کې چې مونږ کومه سیمه تباه کوو نو مونږ یې مشرانو ته امر وکړو هغوی پکی فساد پیل کړي نو عذاب پری واجب شي نو تباه او برباد یی کړو.

د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د چین پر تکل پوهېدل

سیاسی شنونکی:

چې دا حال مو وي نو د ډیرو په تکلونو به پوه شو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button