طالبانو په غزني او پکتیکا کې د حکومت ادعاوې رد کړې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

تیره ورځ د غزني چارواکو رسنیو ته وویل چې د اندړو په ولسوالۍ کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او تر څنګ یې ولسوالۍ یې هم له سقوط څخه ژغورلې ده.
د غزني والي عبدالکریم متین په وینا چې افغان ځواکونو پدې جګړه کې شاوخوا ۹۳ وسلوال طالبانو وژلي چې درۍ یې مهم قوماندانان او یو شمیر یې پاکستانیان دي .

‏طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې د دولتي ځواکونو دا ادعاوې رد کړې او هغه یې افواهات بللي دي. نوموړی وایي ‹‹‏داندړو په ټوله جګړه چې لسګونه عسکر په کې ووژل شول یواځې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
نوموړی د پاکستانیانو د وجود ادعا خندونکې افترا بولي ا وزیاتوي؛ ‹‹هیوادوال باید متوجه وي چې تل په څير مزدور دښمن له خپلو درنه تلفاتو وروسته، په کاذب ډول د مجاهدینو د تلفاتو آوازې او پروپاګند خپروي.››
بلخوا طالب ویاند هغه راپورونه چې ګواکې دې ډلې ته د پکتیکاپه ولایت کې د سر دروند زیان اوښتی ردوي او په وینا یې چې په پکتیکا یې دولتي ځواکونو ته دروند ځاني او مالي زیان اړولی خو له خپل اړخه کوم تلفات نلري.
د نوموړي په خبره؛ ‹‹دا ادعاوې د حکومت وارخطایي ښیي››
باید وویل شي چې روانه اونۍ د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه وه چې سلګونو افغان عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button