بدخشان: د افغان ځواکونو په وسلو بار موټر سیند ته لویدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ غرمه مهال د ملي اردو لپاره د وسلو او مهماتو بار لیږدونکی لوی موټر د کوکچې سیند ته غورځیدلی دی .
د بدخشان امنیتي چارواکي تائیدوي چې یاد موټر له مهماتو سره په اوبو کې ډوب شوی او موټر چلوونکی یې هم وژل شوی دی .

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدامين رسنیو ته ويلي، چې یاد موټر د ۲۰۹ شاهین قول اردو اړوند و چې له کندوز څخه یې بدخشان ته د پامير ٢٠ فرقې پياده کنډک ته وسلې او مهمات لیږدول چې په لاره کې د کوکچي سیند ښکار شو.
د یادونې وړ ده چې د افغان ځواکونو د موټرونو ګړندي زغلونکي وخت ناوخت د داسې پیښو سره مل کیږي چې د ترافیکي پیښو سربیره د بیسارو مرګونو پیښو سره مخ کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button