افغانستان ته د پاکستاني موټرو پر تګ بندیز ولګول شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي، له دې وروسته به پاکستاني باروړونکو موټرو ته افغانستان ته د تللو اجازه نه ورکول کېږي، چې هلته توکي ولېږدوی.
پاکستان تر دې مخکې د افغانستان پر موټرو خپلې خاورې ته په اوښتو بنديز لګولی و.
د سوداګرۍ وزارت وياند حکمت الله قوانچ رسنيو ته ويلي: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي هوکړې (APTA) د اعتبار موده پای ته رسېدلې، پاکستان هم افغان موټرو ته د ورتلو اجازه نه ور کوي، نو ځکه موږ هم باید ورته چلند وکړو.”
هغه وايي، تر دې وروسته به پاکستاني موټر د سرحدونو په ګمرکونو خالي کېږي او له هغې ځایه به يې افغان موټر نورو سيمو ته انتقالوي.
وړمه ورځ ولسمشر اشرف غني افغان سوداګرو سره يوه ناسته لرله او وروسته يې خبري رسنيو ته وويل، چې له دې وروسته پاکستاني باري موټر يواځې د افغانستان تر ګمرکونو د تګ راتګ اجازه لري.
مخکې پاکستانیو موټرو نه یوازې د افغانستان په خاوره بلکې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر پولو سوداګریز توکي لېږدولی شول.
د قوانچ په خبره، افغان حکومت به په نږدې راتلونکې کې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ترانسپورتي هوکړه لاسليک کړي، چې له مخې به د افغانستان باروړونکي موټر د منځنۍ اسيا هېوادونو ته تللی شي.



