امریکا د ممکنه جګړې لپاره د بي ۵۲ ډوله الوتکې په بمونو سنبال کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱ فرید افغان)
امریکا د شمالي کوریا سره د لانجمن اتومي پروګرام پرسر تر ګواښونو نانندریو او ګوتڅنډونو وروسته اوس یو بل ګام اوچت کړی دی.
دا هیواد غواړي خپلېB-52 ډوله الوتکې په اتومي او نورو بمونو سنبال کړي تر څو د اړتیا پر وخت ورڅخه کار واخلي
د امریکا د هوایي ځواک یو تن جنرال دیوید ګولډفین خبري رسنیو ته ویلي چې ځواکونو ته یې امر شوی تر څو په لوړه کچه پوځي تیاری ونیسي.
امریکا له سړې جګړې څخه ۲۶ کاله وروسته د دویم ځل لپاره خپلې دغه بم غورځونکې جنګي الوتکې په ۲۴ ساعته ډول د تیار سئ په حالت کې ساتي.
یاد امریکایي جنرال ویلي چې هیواد یې اوس د شوروي اتحاد څخه نه، بلکه له نورو اتومي قدرتونو څخه ویره لري چې هڅه کوي خپل ټول هوایي او ځمکني قوتونه د دې نا اعلان شوې خونړۍ جګړې لپاره اماده کړي.
امریکا داسې مهال دا اقدام کوي چې تیره ورځ یې جمهور رئیس خبري رسنیو ته ویلي و چې ځواکونه یې د هرې ممکنه جګړې په مقابل کې په لوړه کچه د تیارسي په حالت کې قرار لري.



