په افغانستان کې د امريکا وروستۍ زورازماینه

سرليکنه
له افغانستانه چې څومره نظامي افسران بېرته امريکايي پوځونو ته ستانه شوي دي او يا په افغانستان کې دا مهال هم د جګړې د مخته بېولو دنده لري، ټولو پر دې اعتراف کړی دى چې په افغانستان کې یې، سره د ټولو جنګي وسايلو، جګړه بايللې ده او د ګټلو چانس نه لري.
تېره اوونۍ، ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له خپلو مشاروينو سره په افغانستان کې د روانې جګړې او نورو مسايلو په اړه غونډه درلوده. په غونډه کې د افغانستان موضوع ته زياته پاملرنه وشوه. ټولو په افغانستان کې د بايللې جګړې په اړه نظرونه ورکړل. آخر دا شوه چې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره بايد له هرډول تاکتيکونو څخه کار واخیستل شي.
په امريکا کې د جګړې وروستی تاکتيک د بي-٥٢ جنګي الوتکو بمباري، د کروز ميزايلو ویشتل، او که په دې هم ونه شي، د مخالفينو پر وړاندې له ځانګړو کمانډويانو څخه کار اخیستل دي. امريکا پر افغانستان بې-۵۲ او کروز ميزايل وازمايل، اوس یې د کمانډويانو د رالېږلو پرېکړه وکړه.
افغانستان ته چې د امريکا هر پوځي را استول شوی دى، هغه په خپل ذات کې کمانډو دى. ځکه افغانستان ته تر راتلو دمخه یې هر ډول تمرينات سرته رسولي او د جګړې پوره تجربه یې ترلاسه کړې ده. خو د کمانډويانو په نامه ټولګى، چې امريکا ورته د ځانګړي قوت په سترګه ګوري، که د پرېکړې په اساس را واستوي، وبه ازمايل شي او دا به د امريکا وروستی ازمايښت وي چې په افغانستان کې به یې د افغانانو پر خلاف کوي.
امريکايي پوځونو له ٢٠٠١ميلادي کال راپدېخوا، په افغانستان کې افغانانو او د طالب مشرانو د نيولو، وژلو او چريکي عملياتو تجربې وکړي. يو شمېر عالمان، پوهان، مجاهدين او د علم خاوندان یې په يوه او بل نامه شهيدان کړل. خو افغان ولس د تورمخو کمونستانو له نظام را وروسته له هر ډول چريکي عملياتو، نيولو او شهادتونو سره روږدى دى او هر ډول ناخوالې یې پر ځان منلې دي.
د امريکا د پټو کړنو ادارې (سي، آى، اې) دمخه هم په افغانستان کې د بايللې جګړې په اړه نظر ورکړی ؤ چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو پر ځاې بايد وروسته له دې د جګړې قراردادي شرکتونه خپل وسله وال دقرار داد په شکل د افغانستان جګړې ته واستوي. خو هغه تمه چې سي آى اې په افغانستان کې د بليک واټر په شمول له نورو قراردادي شرکتونو څخه درلوده، په هغې کې یې د جګړې د ګټلو امکان ونه ليد.
داچې اوس سي آى اې په خپله پاليسۍ کې ولې بدلون راوست؟ دمخه به یې يوازې د القاعده مشران په نښه کول، اوس د طالب مشرانو د نيولو ګواښ کوي؟ او يا ولې د داعش په رڼا ورځ ګرځېدونکي وسله والې ډلې نه په نښه کوي؟ يو سوال یې راپيدا کړی دی چې خپله امريکايي نظاميان یې هم نشي ځوابولاى.
که سي آى اې د کمانډويانو تر څنګ خپله نيمه پوځي څانګه، چې شمېر یې هم ډېر نه دى او په څو هېوادونو کې یې تجربې کړې دي، هم په افغانستان کې وازمايي، خو دا کمانډويان او نيمه پوځي څانګه، چې په افغانستان کې د موجوده پوځونو په پرتله څو چنده جنګي لګښت پرې کېداى شي، ټرمپ ته به په افغانستان کې له ناکامېدو وروسته هغه جنګي مشاورين ټيټ سترګي کړي چا چې د ځانګړو کمانډويانو مشوره ورکړې ده.
د سي آى اې له غوښتنې سره سم به، جنګي کمانډويان او نیمه پوځي څانګه هم په افغانستان کې وازمايل شي او لکه د نورو پوځونو، چې ناکام له افغانستانه ووتل، دوی به هم په خپل ازميښت کې ټيټې سترګې د تيښتې لار ونيسي.



