امريکا: وسله وال بريد کې ۲ وژل شوي او ۳ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا په کلفورنيا ايالت په وسله وال بريد کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کلفورنيا پوليسو رسنيوته ويلي، د دغه ايالت د “لک کونټي” په سيمه کې يوه وسله وال په خلکو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
پوليس وايي، له ډزو وروسته بريدګر د تېښتې هڅه وکړه خو د پوليسو له خوا ونيول شو.
تر اوسه د دغه بريد لامل نه دی په ډاګه شوی او پوليسو د ياد بريدګر د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وايي له نوموړي يې څېړنې پيل کړي دي.
ويل کېږي، په پېښه کې د دوو ټپي شويو کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.



