په باګرام اډه توغندي وار شوي- امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲): نن سهار په افغانستان کې د بهرنيو تر ټولو په ستره پوځي باګرام اډه توغنديز بريد شوي دي.

تر اوسه بهرنيو ځواکونو د دغه برید په اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي امنیتي سرچينې وايي چې توغندي د باګرام اډې په داخل کې لګېدلي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات ورنکړل.

طالبانو ددغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی او وايي بهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وخت ناوخت په باګرام کې د بهرنيانو په پوځي اډه توغنديز بريدونه کوي، چې چارواکي او بهرني ځواکونه يې د اوښتو تلفاتو په اړه رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

له بله پلوه د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګ ولايت مرکز مربوط د غونداخېلو په سيمه کې يې په امريکايي ځواکونو د ماين چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې شپږ امريکايي عسکرو ته مرګ ژوله اوښتې ده.

د ځايي خلکو په وينا، چاودنه ډېره زوروره وه چې تر لرې لرې پورې يې غږ اورېدل شوی دی.

طالبانو ويلي، د چاودنې له کبله د امريکايي ځواکونو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته وسله والو طالبانو په هېواد کې په بهرنيو او دولتي ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی او داسې ښکاري چې دواړه غاړې د جګړې د ګټلو وروستۍ هڅې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button