طالبان د چارچينو امنيه قومندانۍ ودانۍ ته رسېدلي- جګړه روانه ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲): له پرون راهيسې وسله والو طالبانو د روزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ په ودانۍ او امنيه قومندانۍ بريدونه پيل کړي او د لسګونو دولتي عسکرو د وژل کېدو ادعا يې کړې.
ځايي اوسېدونکي وايي، تېره ورځ وسله والو طالبانو په ياده ولسوالۍ سخته جګړه وکړه، چې د نيول کېدو اوازه يې هم خپره شوه، خو په وينا يې چې وروسته الوتکې سيمې ته راغلې او طالبانو د لږې مودې لپاره ډزبندي وکړه.
ولايتي چارواکو په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو يوې سرچينې په دغه جګړه کې د ۱۵ عسکرو د وژل کېدو او شپږ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تر دې دمه يې له دولتي ځواکونو ۷ پوستې نيولي، ۲۲ عسکر وژل شوي او په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي د دوی لاسته لوېدلي دي.
طالبان وايي، دمګړۍ هم درنه جګړه روانه ده او د دوی وسله وال د امنيې قومندانۍ تر ودانۍ پورې ځانونه رسولي دي.
د يادونې ده، چې يوه اوونۍ وړاندې د دغې ولسوالۍ د زاړه امنيه قومندان او نوي امنيه قومندان تر منځ د قومندانۍ پر سر د نښتو راپورونه هم ورکول شوي و.



