سوريه کې جنګېدونکي افغانان وايي، د پيسو لپاره يې جګړه کوله

راپورتاژ: الماس خدرخېل———- د سوريې له جګړې څخه راستانه شوي، شيعه مذهبه افغانان وايي چې هلته يې يواځې د پيسو لپاره جګړه کوله.

يو جنګيالی چې خپل نوم يې رسنيو ته د شمس په نوم ښودلی او د سوريې په جګړو کې يې برخه اخيستې ده، رسنيو ته ويلي: چې زما لپاره خبره يواځې د پيسو وه.

نوموړی ۲۵ کاله عمر لري او اوس مهال په کابل کې ژوند کوي وايي: «ما چې هر څوک (افغانان) ليدل هغوی يواځې د پیسو او ایران ته د داخليدو له پاره دغې جګړې ته تلل. هيڅوک مې داسې نه دي ليدلي چې د مذهبي دلايلو پر اساس یې په دغه جګړه کې برخه اخيستې وي.»

هغه دوه ځلې د سوريې جګړې ته لېږل شوی او زياتوي چې «ځکه ايران ته ولاړم چې بې کاره وم او دا مې د کورنۍ له پاره د پیسو ګټلو يوه لار وه.» هغه وايي ايرانيانو به ورته ويل چې تاسې به مجاهدين شئ او که ژوندي ايران ته راستانه شوئ نو تاسې ته به په ایران کې د اوسيدو لس کلن جواز درکړل شي. خو په خبره يې (زما هدف پيسې ګټل وو).

شمس زیاتوي: شيعه افغانانو ته فاطميون د جلب او جذب په مرکز کې د نوم د ثبتولو له پاره ۱،۵ مليونه ريال چې کابو ۴۵۰ ډالر کيږي، ورکول کيدل، خو دی وايي له ثبتولو وروسته به په مياشت کې يواځې ۹ سوه ډالره ورکول کېدل.

د هغه په وينا، د سوريې په جګړو کې سلګونه افغانان وژل شوي، چې جسدونه يې افغانستان ته نه دي راوړل شوي او همالته په ايران کې خاورو ته سپارل شوي دی.

د بشري حقونو د څار د ټولنې غړي وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري او په ايران کې ژوند کوي د ايران د انقلابي ګارد (فاطميون) په ډله کې شاملېږي، چې هغوی يې بيا د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره د سوريې جګړو ته استوي.

ويل کېږي، په دغه ډله کې يواځې افغانان نه بلکې، شيعه پاکستانيان او عراقيان هم شامل دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې زرګونه افغانان په هېواد کې د خراب اقتصادي حالت او بې روزګارۍ له امله ايران او نورو اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي چې ځينې يې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځينې نور بيا د ايران له خوا د پيسو په مقابل کې د سوريې جګړې ته استول کېږي.

په واشنګټن کې د انتلانتيک کونسل څېړنيز مرکز ويلي، چې له ۲۰۱۳م کال راهيسې تر دې دمه د سوريې په جګړه کې ۷۶۰ افغانان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د هغو افغانانو شميره چې ايران د سوريې جګړې ته استولي تر ۱۵۰۰۰ زرو پورې رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button