کورواک کوردستان د عراق حکومت سره د اوربند او خبرو وړانديز کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳): عراقي کوردانو د خپلواکۍ ټولپوښتنې پايله ځنډولې او د عراق حکومت ته يې د اوربند او خبرو اترو وړانديز کړی دی.
د کورواک کوردستان چارواکو په يوه بيان کې ويلي، چې د نورو نښتو او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره مسوولانه چلند ته ژمن دي او په سيمه کې ټول پوځي عمليات دې ودرول شي.
په بيان کې راغلي، چې د جګړې دوام به يوه خوا هم بريالتوب ته ونه رسوي او هېواد به له ګډوډۍ سره مخ کړي.
عراقي کوردانو تېره مياشت د دغه هېواد څخه د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره کړه، چې د دې سیمې د ټاکنو کمېسون په وينا، ۳ میلیونه او درې لکو کسانو په دې ټولپوښتنه کې ګډون کړی او له ډلې یې ۹۲ سلنه خلکو خپلواکۍ ته رایه ور کړې ده.
خو دغه ټولپوښتنه د عراقي حکومت او ځينو ګاونډيو هېوادونو له سخت غبرګون او مخالفت سره مخ شوه.ایران، ترکیې، اروپايي ټولنې او امریکا هم په دې برخه کې د بغداد د دریځ ملاتړ کړی دی.
بغداد وويل، چې دغه ټولپوښتنه ورته د منلو وړ نه ده او له کوردانو يې د ځينو سيمو د نيولو لپاره عمليات پيل کړل، چې په پايله کې يې د کوردانو او عراقي پوځيانو تر منځ نښتې وشوې او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله ورسېده.
خو عراقي پوځيانو د کرکوک ښار او يو شمير نورې سيمې له کوردانو ونيولې.



