دیني عالمانو او درباري ملایانو ولې د امنیه قومندان له جنازې انکار وکړ؟

ډاکټر آصف
څو ورځې وړاندې د پکتیا په زړه کې طالب جنګیالیو پر امنیه قومنداۍ برید وکړ چې له کبله یې یو زیات شمېر سرتیري مړه او ټپیان شول. د وژل شویو له جملې نه امنیه قومندان هم و.
مبصرین وایي چې امنیه قومندان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی و، نو ځکه یې جسد خپل همدغه پلرني ټاټوبي ته ولیږدول شو.
د جنازې پر مهال د بهسودو په ټوله ولسوالۍ کې یو دیني عالم هم دې ته حاضر نه و چې جنازه یې وکړي.
دا ولې؟
دا دوه لامله کیدای شي، یو دا چې دیني عالمان د پیغمبرانو ارثان دي هغوی پوهیږي چې د نصرانیانو او صلیبیانو په چوپړ کې وژل شویو باندې جنازه کول د خدای تعالی د دې امر په اساس منع ده چې فرمایلي دي: وَلا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَداً وَلا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ [التوبة:84]
یعنی: له دوی نه چې څوک مړ شو نو هیڅکله پری د جنارې لمونځ مه کوه او مه یې پر قبر دریږه، ځکه چې دوی په الله او د هغه په رسول کافران شوي دي او په داسې حال کړې مړه شوي دي چې فاسقان دي، یعنی له دین نه وتلي دي.
بل ځای کې الله تعالی فرمایی:
اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ [التوبة:80
یعنی : ای پیغمبره ! که دوی ته له الله نه بخښنه وغواړي او که یی ونه غواړی ، که اویا کرت هم ورته له الله نه بخښنه وغواړې نو الله به هیڅکله ورته بخښنه ونکړي.
او الله تعالی فرمایی چې: انما یخشی الله من عباده العلماء، یعنی بیشکه له الله نه چې ویریږي هغه دیني عالمان دي.
نو معلومه خبره ده چې د الله تعالی د پورته وعیدونو په اساس دیني عالمان هیڅکله نه حاضریږي چې د یهودو او نصاراو په صف کې د وژل شوي په نوم مسلمان جنازې ته مخکې شي.
نو ریښتینې دیني عالمان په دې وجه د داسې خلکو جنازې کولو نه انکار کوي.
دوهمه خبره داده:
چې درباري ملایان او ملایان چې د حکومت معاش اخلي ولې یې له جنازې کولو پټ شول؟ د دې وجه داده چې درباني ملایان له خدایه نه ویریږي ځکه که له خدایه ویریدی نو د داسې حکومت په صف کې به هیڅکله نه دریدای چې هغه د یهودو او نصاراو په مستقیمه لارښونه او مستقیمه مرسته جوړ شوی دی.
خو دا ډول درباري ملایان د طالبانو له ګوزارونو ویریږي، دوی پوهیږي چې له طالب نه په هیڅ ځای کې څوک نشي پتیدای، او پدې هم پوهیږي چې والیان، قومندانان او وزیران خو په داسې موټرو کې د طالبانو له ګوزارونو پټ ګرزي چې هغه ضد زرهي دي خو بیا هم د طالبانو له ګوزارونو خوندي نه دي، نو خوارکي درباري مُلا چې معاش یې د اولادونو د ډوډۍ بسنه هم نه کوي هغه به له طالبانو څه ډول ځان پټ کړي.
اوس درباري ملایانو هم د امنیه قومندان له جنازې د طالبانو له ویرې انکار کړی نو حکومتیانو دغو ملایانو ته ویلي دی چی د قومندان جنازه مو نکړه نو بیا له بهسودونو باید خپلې کډې بار کړئ.
دا په دواړو سترګو ړوند او په غوږو کوڼ دولت په دې هم تر اوسه نه پوهیږی چې دغه خوارکی ملا څه وکړي ؟ که جنازه مو کوي نو طالب یی وژني او که نه یې کوي نو تاسې کډې ورباروئ!
که دولت پر دغو درباري ملایانو د خپلو مردار شویو جنازې کول غواړي نو بیا خو دې کم تر کمه دوی ته هم ضد زري موټر ورکړي ځکه که له خدایه نه ویریږي نو له طالب خو ویریږي.
دومره ناروا خو باید دولت ونکړي چې نه ضد زرهي موټر ورکوي نه یې پر کور پهره دروي او نه نور کوم امتیازات ورکوي صرف جنازه پری کوي او د طالب د ټوپک شپیلۍ ته یې برابروي.
نو ځکه درباري ملایان یې هم جنازه نه کوي.



