طالبان دشپږو پوستو د نيولو او ۲۶ عسکرو د وژلو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳): وسله والو طالبانو د فراه په پشترود او د روزګان په چوره ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې په وينا يې پنځه پوستې يې نيولي او لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پشترود ولسوالۍ مربوط د “بلندي” په سيمه کې يې د څو ساعته جګړې په ترڅ کې له دولتي ځواکونو يوه پوسته ونيوله، څوارلس عسکر پکې ووژل شول چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي.

دغه راز دوی وايي، د چورې ولسوالۍ اړوند د اختر کلي د بازار د غره دوه پوستې يې نيولي او يوولس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوی په وينا په دغو بريدونو کې يې له دولتي ځواکونو ۲۵ ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم نيولي دي.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې په دولتي پوستو بريدونه تائيد کړي او وايي، چې طالبانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې خو د دقيقو شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبان وايي، په دغو جګړو کې د دوی يو تن وژل شوی دی.

همدارنګه د بادغیس په مرغاب ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له کبله يې درې پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط د “غوقاق” په سيمه کې طالبانو بريدونه وکړل او د سختې جګړې له ويرې پوليسو خپلې پوستې پرېښې دي.

د سرچينې په وينا، په دغه بريدونو کې درې تنه پوليس وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې دريواړه پوستې يې نيولي، پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د دوی يو تن ملګری وژل شوی بل ټپي دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button