روسيې يوځل بيا طالبانو سره د مرستې تورونه رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳): په کابل کې د روسيې سفارت يو ځل بيا هغه تورونه رد کړل، چې ګنې دغه هېواد د طالبانوسره مرسته او د هغوی ملاتړ کوي.
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.
غني ويلي و چې روسيه او پاکستان وسله والو ته روزنه، وسلې او پيسې ورکوي.
خو په کابل کې د روسيې سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر خبرو ته په غبرګون کې ویل شوي، چې (د افغانستان په څېر د يو دوست هېواد له خوا دا ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي).
تر دې وړاندې هم ځينو امریکايي چارواکو پر روسيې دغه ډول تورونه پورې کړي، خو په هرځل د روسي چارواکو له خوا رد شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسيې د افغان پوځ د تقويې سربيره د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.
روسيې سفارت په افغانستان کې د سولې لپاره په بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړی او په دې اړه يې هرډول مرستو ته تياری ښودلی دی.
دوی غوښتنه کړې، چې افغان ولسمشر اشرف غني دې د غربي رسنيو له خوا پر دوی د دغه ډول تورونو د لګولو تائید نه کوي.



