په فراه کې د اردو ۱۴ عسکرو ته مرگژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۳):د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري وايي، تېره شپه په پشترود ولسوالۍ کې د اردو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې د اردو ۹ عسکر مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د مهري په خبره، وسلهوالو طالبانو د پشترود ولسوالۍ په بلندي سیمه کې د اردو پر یوه پوسته برید کړی؛ خو وروسته افغان هوايي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې دغه نښته پای ته رسېدلې ده.
دده په خبره، په دغه برید کې اوولس طالبان هم وژل شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی لوري ته هېڅ زیان نه دی اوښتی؛ خو د اردو پوسته یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده.
د مجاهد په خبره، له دې پوستې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلي دي.
طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د فراه شېبکوه ولسوالۍ هم نیولې وه.



