د اشرف غني ترخه ژبه د ولس ژوند نور هم پسې تريخوي

سرليکنه

اشرف غني چې د امريکا لخوا د نوې ستراتيژۍ د پلي کولو اورېدلي دي، په ځانګړې تو ګه له څو ورځو راپدېخوا یې ژبه زياته ترخه شوې ده. دا تریخوالی یې نه خو د افغانستان، سيمې او نړيوالې پاليسۍ سره سمون خوري چې دا به نه يوازې د اشرف غني د حکومت د واک شپې را لنډې کړې، بلکې په نړيواله کچه به د افغانانو وقار ته تاوان ورسوي.

 اشرف غني له څه مودې راپدېخوا د حکومت سياسي او وسله والو مخالفینو پر خلاف هغه ژبه کاروي چې بش او اوباما به کاروله يا یې اوس ټرمپ کاروي. افغانان چې هر څه وي، د حکومت مخالف دي او که موافق؛ افغانان دي، پر خلاف یې بايد د ادب او افغاني دود برابر ژبه وکارول شي.

اشرف غني د کمونستانو په څېر د افغان ولس پر خلاف د چوف او پوف ژبه وکاروي. کمونستانو به هغو افغانانو ته چې د روسیې پر خلاف یې مقاومت کاوه او يا له هېواده نورو هېوادونو ته په کډه شوي وو، هغوې ته به یې د تورې ارتجاع زامن ويل او يا به یې ورته د امريکا غلامان ويل. حال دا چې هغه مجاهدين او کډوال، چې د روسانو پر خلاف یې وسله وال جهاد ته ملاتړلې وه، اوس یې د امريکايي يرغل پر خلاف سنګر نيولی دي او روسي غلامان (کمونستان) نن ورځ تر روسانو زيات د امريکا غلامي کوي.

که يو هېواد د اقتصاد، زراعت، سوداګرۍ، ښوونې او روزني او نورو ټولو برخو له پلوه په خپلو پښو ولاړ وي او نورو هېوادونوته دومره اړتيا نه لري، بايد چارواکي یې د خپلو مخالفينو پر خلاف غير مهذبه ژبه ونه کاروي. او اشرف غني د امريکا د نوې ستراتژۍ په اورېدو او پلي کېدو سره خپله ژبه په هند کې د نرندرا مودي سره په ليدنه کې ترخه کړه. دا به د اشرف غني د ژوند تر څنګ د ولس ژوند نور هم پسې تريخ کړي.

دمخه، د کرزي په واکمنۍ کې تر يو لک زياتو پوځونو حضور درلود، خو کرزي د طالبانو يا  د حکومت د نورو مخالفينو په مقابل کې په ژبه مرچک نه دوړاوه، لکه اوس چې کومه خبره د امريکا د فاع وزير وکړي، اشرف غني او د حکومت نور چارواکي او په تېره بيا په کرايه اخیستل شوي وياندویان يې پرې شخوند وهي.

د رواني اونۍ په سر کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن  کابل ته په نااعلان شوي سفر راغلی، بيا له کابله د هند او پاکستان په سفر روان شو، ټېلرسن چې کومه ژبه په افغانستان کې د سولې پر خلاف استعمال کړه او يا يې د نوې ستراتيژۍ په تطبيق کې کومه کړنلاره اعلان کړه، هغه هيڅ کله د افغان ولس لپاره د زغملو نه ده، چې نمونه یې په ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو پوځونو په شپنيو عملياتو کې څرګنده شوه.

د افغان ولس پر خلاف چې اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو د وزير وينا ته خوښي څرګندوي او د ټېلرسن ژبه کاروي، نو داسې برېښي چې د افغان ولس ژوند به نور هم تريخ شي او له خپلو کورونو به نور ولسي وګړي هم کډو کولو ته اړ کړل شي.

د مخه د هلمند، کندهار، جوزجان، فراه او يو شمېر هغو ولاياتو وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ وو چې په سيمه کې به یا جګړې روانې وې او يا به هره ورځ د امريکايي هوايي ځواکونو د بمبار هدف ګرځېدل، اوس دا دی د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې تر شپاړس زرو زياتې کورنۍ د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي دي او زياتره چې له کورونو راوتي دي، تر شنه آسمان لاندې ژوند کوي.

که اشرف غني د ولس او د حکومت د مخالفينو پر خلاف له افغاني کلتور  سره برابره ژبه کارولاى، پرديو هېوادونو ته به د افغانستان په مسئله کې د لاسوهنې زمينه نه وه برابره شوې.

د اشرف غني ترخه ژبه د افغان ولس ژوند ورځ په ورځ تريخوي او هره ورځ په افغانستان کې انساني ناروين مخ په زياتېدو دى. له امله یې افغانان اړ دي چې د ژوند کولو او پيسو د رانيولو لپاره آن د سوریې جګړې ته هم ځانونه ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button