امریکا پر شیعه جنگي ډلې «حزب الله» نوي بندیزونه ولگول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم، ۴)د امریکا د استازو مجلس تېره ورځ ناوخته د حزب الله په مشر او ډلې یې نوي بندیزونه ولگول.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایډ روایس وویل چې نوي بندیزونه به د حزب الله مالي چارې بندي کړي او د «ورانکارۍ» او وژنو د اعمالو حساب کتاب به ورسره کېږي.

د ایډ روایس په خبره، ایران د دې ډلې سره د وسلو او پیسو مرسته کوي او د حزب الله له مشر حسن نصرالله سره نږدې اړیکې لري.

د استازو مجلس غړو پرونۍ غونډې ته وویل، چې د اکټوبر پر ۲۶مه به پر ایران هم نوي بندیزونه ولگوي؛ ځکه ایران د بالاستیک توغندیو د جوړولو څخه لاس نه دی اخیستی.

د امریکا په نویو بندیزو کې په ټولو هغو ادارو بندیزونه لگول شي چې د حزب الله ډلې ته وسلې او نورې مرستې ورکوي او په دغه بندیزونو کې پر ایران او حزب الله تور لگول شوی، چې د ملکي خلکو نه د انساني سپر په توگه کار اخلي او په دریمه لایحه کې بیا د اروپایي ټولنې نه غوښتل شوي چې حزب الله دې تروریستي سازمان اعلان کړي.‌

امریکا په ۱۹۹۷ کال کې حزب الله د بهرنیو تروریستي سازمانانو په لیست کې شامله کړې وه . واشنگټن د همدې میاشتې په سر کې د دې ډلې د دوه جگپوړو چارواکو پر سر د څو میلیونه ډالرو انعام هم ایښی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button