
روحي امراض او علاج یې
قاري نظامي
څرنګه چې یو انسان ته بدني (جسماني) ناروغي پیښیږي لکه: تبه، زېړی، پشار، سرطان، شوګر، ملېریا، اوداسې نور مهلک مرضونه؛ نو داسې انسان زر تر زره تر یو متخصص ډاکتر پورې ځان رسوي تر څو دمرضونو مخنیوی وکړي او دعلاج په غفلت کې دځان له پاره خطر محسوسوي، آن کیدای شي دمرګ تر خولې یې ورورسوي، او دا یو منل شوی حقیقت دی، چې څوک دخپلې ناروغۍ درملنه ونه کړي نو دمرګ له ګواښ سره به مخ شي؛ نو د داسې کس دعلاج له پاره څلور مهم ټکي خورا ارزښت لري:
لومړی: مریض به ضرور طبیب ته ځان رسوي،
دویم: دخپل مرض کیسه به ورته کوي،
دریم: د طبیب درمل به خوري،
څلورم: د طبیب لارښوونې به عملي کوي یانې پرهېز به کوي.
د دې لارښونو پرته درنځور درملنه ناشوني ده .
نو دارنګه د انسان روح ته هم ځینې ناروغۍ پېښيږي چې دعلاج په غفلت کې یې انسان د ډېرو بدیو لامل ګرځي او د لا پرواهۍ په دوام سره یې انسان د جهنم له سختو شکنجو او ګواښونو سره مخ کیږي، د بېلګې په ډول: بغض، حسد، کينه، د روغ، د الله جل جلاله نافرماني، په لمانځه کې سستي (تکاسل) زناکاري بهتان، غیبت اوداسې نور، ټول هغه ګناهونه چې دانسان روح پورې اړه لري ټول دانسان تباهي او بربادي لامل ګرځېدای شي، په داسې حالت کې چې انسان د دغو مرضونو مخنیوی ونه کړي او مړشي له سختو عذابونو سره به مخ شي نو د داسې روحاني مرضونو علاج هم هماغه شرایط غواړي چې مخکې یې یادونه وشوه،
لومړی: انسان به عالم ته ورځي، (طبیب)
دویم: د عالم مخکې به د خپل مرض یادونه هم کوي،
دریم: عالم چې کوم اذکار ورکړل د هغې پابندي به کوي ،(درمل)
څلورم: چې د څه نه یې منع کړ منعه کیږي به (د ګناهونو څخه پرهېز) .
نو څرنګه چې یو انسان د ځمکې نه پیدا شوی دغه راز یې تمام ضروریات الله جل جلاله په ځمکه کې پیدا کړي دي، د بېلګې په ډول خواړه، لباس، مکان درنځور درمل او داسې نور … او د انسان روح چې له اسمانونو څخه دی نو د روح علاج يې هم له اسمان څخه دی چې الهي ذکر دی.
د روح په اړه الله ﷻ فرمايي: ﴿ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً ﴾ [الاسراء: ۸۵]. يعنې له تانه د روح په اړه پوښتنه کوي، ورته ووایه روح زما د رب ﷻ پر امر ده، او تاسې په دې اړه له لږ معلوماتو پرته نه پوهېږئ.
نبوي نسخه کې کې د هر قسم روحي مرضونو علاج ښودل شوی، نو باید پر وخت د جسماني مرضونو سره سره دروحي مرضونو مخنیوی هم وکړو او خپل ځان دلوی هلاکت څخه وژغورو .
لوی څېښتن مو مل شه !



