اندونیزیا: چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن سهار وختي د اندونیزیا په پلازمینه جاکرتا کې دوه غبرګې چاودنې شوې چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
چاودنه د پلازمینې اړوند په یوه فابریکه کې رامنځته شوې .
د جاکرتا پولیس وایي چې چاودنې ۲۳ تنه وژلي او تر ۵۰ ډیر ټپیان دي.
د فابریکې مسؤل رسنیو ته ویلي چې یاده فابریکه یې شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې د خلکو د استوګنځایونو په منځ کې جوړه کړې او په وینا یې چې په یاده فابریکه کې ټول ټال ۱۰۳ تنه کاریګر پر کار بوخت و.
د جاکرتا د اور وژنې د ډلې مشر آنی سهرونی رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه په کامل ډول سوځېدلي او له پېژندګلوۍ وتلي دي.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې تر چاودنو وروسته سخته اورلګیدنه رامنځته شوه چې د اور وژنې عمله تر غرمې وروسته وتوانیدله چې اور قابو کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button