د ښوونې په وزارت کې د ښوونکو فساد

کابل غږ
ع، خاموش
هر هېوادوال غواړي د خپل ولس خدمت د خپل تن په خولو سره وکړي، څو له یوې خوا په هېواد کې امن رامنځته او له بلې خوا زموږ راتلونکی نسل د علم او هنر په ګاڼه ښایسته کړل شي. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره د هر ښوونکې دنده ده چې د راتلونکي نسل راتلونکی هم روښانه او هغه ډول زده کړه ورکړي چې د تل لپاره د جګړه ځپلي ولس هر اړخیز ژوند پکې خوندي وساتل شي.
د یوه هېوا د د پرمختګ لپاره ټولې ادارې باید پاکې او ټول کارونه یې له قانون سره سمون ولري. خو د ښوونې وزارت یا اداره باید تر هرې ادارې پاکه وي، ځکه چې د هېواد د راتلونکي نسل راتلونکی ورسره تړلی دی. خو متاسفانه د نورو وزارتونو په پرتله د ښوونې او روزنې په وزارت کې د فساد کچه تر نورو وزارتونو لوړه شوه.
په افغانستان کې د کارونو د ارزونې یوه بهرنۍ اداره (مېک) د پوهنې وزارت په اړه د اداري فساد ضد د مبارزی د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې تازه راپور ښیي چې دغه وزارت کې د ښوونکو د استخدام پروسه په پراخه کچه فاسده ده او ښوونکي د بډو، واسطو او خپلوۍ پر بنسټ ګومارل کېږي.
د یادې کمېټې په راپور کې څرګنده شوې ده چې تر ټولو زیات فساد، ښونځیو ته د ښوونکو د استخدام په پروسې کې شوی دی او د افغانستان د پوهنې وزارت کې چې دمخه د خیالي ښوونځيو راپورونه ورکړل شوي، د هغې په رڼاکې، د راپورونو له مخې، له دې خیالي پوهنځیو څخه په سوونو او زرګونو خیالي شاګردان هم فارغ شوي دي.
د هېواد په کچه یوه بله غیر دولتي سروې ښيي چې د ځوان نسل شپېته سلنه بې سواده او په اخلاقی فساد ککړه ده، چې په راتلونکي کې یې د اصلاح لپاره هم څه تدابیر نه دي نیول شوي او نه یې اوس اصلاح اسانه بریښي.
له خیالي ښوونځیو وروسته اوس د پوهنې په وزارت کې دا لویه ستونزه ده چې ښوونکي د خپلوۍ، رشوت او په تنظیمی اړیکو مقررېږي؛ د دې په رشوتونو مقرر شویو ښوونکو زده کوونکي به هم بې له رشوته نور څه ونه پېژني.
یادې کمېټې د ښوونکو د ازموینې په بهیر کې د روڼښټ نشتوالی، د ښوونکي د دندې ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکول، د ګمارنې فاسد پروسیجرونه، د ښوونکو له لوري د تقاعد د دورې د تمدید لپاره پیسې ورکول او جنسیتي تبعیض د افغانستان د پوهنې وزارت د استخدام په پروسه کې د فساد کچه لوړه کړې ده.
که په هېواد کې د پوهنې روان بهیر په همدې حالت پاتې شي، د هر څه دله منځه تللو ازاله به وشي، خو د ځوان نسل د بې لاري کېدو او د دوی د قیمتي ژوند د لاسه ورکولو ازاله بیا نه شي کېدای.



