حامد کرزی: روانې ناخوالې له امریکا سره د امنیتي تړون نتیجه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۴ فرید افغان)
پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي یوځل بیا پر امریکایانو نیوکې وکړې او د افغانستان د جګړو د تداوم باعث یې وبلل.
کرزي چې د ایران له دولتي تلویزیون سره خبرې کولې وویل؛ له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک جګړه لا ګرمه کړله او پر وینا یې؛ اوس چې څومره ملکي او پوځي افغانان وژل کیږي د همدې بدنام تړون نتیجه ده.
نوموړي وویل ‹‹داچې امریکا په افغانستان کې خوندي پوځي اډي لري او بیا هم جګړه تونده روانه ده دا خپله د امریکا د ناکام سیاست په معنا ده››
نوموړي وویل چې امریکایان دلته خپلې ګټې لري او هغوی هیڅکله د یو باثباته افغانستان په هیله ندي راغلي.
د کرزي په خبره؛ افغانان دې له امریکایانو د سولې او ثبات راوستلو هیله نکوي او خپله دې د دې چارې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د یادونې وړ ده چې کرزی له لمړي سره له امریکا سره د دې تړون مخالف و او نوموړي هغه مهال داهم ویلي و چې امریکایانو یې د تړون په امضا کولو د واک د تداوم ټټر هم ورته وهلی چې نوموړي هغه مهال رد کړی و.
د تړون سره سم به امریکایان د قضایي مصؤنیت سربیره ټول واک او خپلواک وي او د تړون تر مخه به امریکایان اوږدمهاله هم پاتې کیدلی شي .



