څوک روشن فکر دی؟

ډاکټر آصف
په معاصر وخت کې د اسلام دښمنانو ډیری اصطلاحات ایجاد کړي څو وکولای شي تر سیوري لاندې یې اسلام په غیر مستقیم ډول وټکوي، او دغو اصطلاحاتو ته بیا ورځ تر بلې یو څه بدلون ورکوي، څو خپل شیطاني جال ریفریش کړي. مثلا د رسول الله ص په زمانه کې مشرکینو مسلمانانو ته صابئین ویل، یعنی دین بدلوونکی.
رابه شو زمونږ په هیواد کې د اسلامی د دښمنانو دغه ډول دسیسو باندې به لږه غوندې رڼا واچوو، کله چې د روسانو په لاس د افغانستان په پاکه خاوره کې د منحوس ظاهرشاه د پاچاهۍ پر مهال د کمونیزم تخم وشیندو، او ډیری نمک حرامه افغانان یې له خپل دین، کلتور او عنعناتو نه واړول او اسلامي او افغاني پاکی ذهنیتونه یې ورته په منحوسو کمونیستي ذهنیوتونو پلیت کړل، نو یې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په نوم یې سیاسي چې په اصل کې یو لادیني او ملحد ګوند و تاسیس کړ.
په دغه وخت کې یې د روسانو په اشاره او مالي مرسته د افغانستان د مسلمانو او متدینو خلکو په وړاندې اسلام ضد او افغان ضد فعالیتونه پیل کړل، او پر هغه چا چې د دوی د پلیتو افکارو مقابله به یې کوله د اخوان الشیاطین نوم کیښود، ورو ورو دغه مرحله روانه ه تر څو چې د روسانو دغو تالي څټو پر داود خان کودتاه تر سره کړه، او په تعقیب یې د مسلمان ولس پر وړاندې په وژلو عملا لاس پورې کړ، او چې کله مظلومو او مقهورو مسلمانانو د خپل ځان، عزت، ناموس او دین نه د دفاع په موخه د هغوی پر وړاندې وسله پورته کړه نو یې پر هغوی باندی د اشرارو نوم کیښود.
خو کله چې د جنګ مرحله هم خپل د نضوج مرحلې ته ورسیده نو په دغه وخت کې کمونستانو درک کړه چې د دغه مظلوم ملت پر وړاندې جګړه کول ځانونه د هلاکت کندې ته غورځول دي، نو یې د ملي روغې جوړې تر نامه لاندې په چل او فریب لاس پورې کړ، نو یې یو ځل بیا د اشرارو نوم لږ نرم کړ او پر مجاهدینو یې د بنسټ پالو نوم کیښود، همداسې ورو ورو چې کمونستانو کمزوري کیدل نو دغه ډول نومونه یې هم یو څه نرمول، نو یې د بنسټ پالو نوم پر افراطیانو بدل کړ.
خو کله چې مجاهدین فاتحانه پر ښارونو ورننوتل نو بیا یې له ویرې مجاهد وروڼه وبلل.
دا داسې وخت و چې روسانو د افغانانو په مقابل کې ماتې خوړلې وه او افغانستان ته یې نوره شا کړه او د تل لپاره یې مخه ښه ورسره وکړه، نو سم د واره د امریکایی صلیبیانو مخ د افغانستان لوري ته واوښت، په دې وخت کې اصلي او حقیقي مجاهدین د افغانستان له روان وضعیت نه سخت خفه وو نو مجبورا په کورنو کې کیناستل او میدان غلو، داړه ماران پاټکیانو ته خالي شو، هغوی د مجاهدینو له نوم نه غلطه ګټه پورته کړه او د مجاهدینو د بدنامۍ سبب وګرځیدل. په دې وخت کې په کور ناست پاک مجاهدین یو ځل بیا د دغو مجاهد نما پسې کوتک او ټوپک راواخیست او د افغانستان له واکدارۍ نه یې د دوی لاسونه وویستل، او د یو سوچه اسلامي حکومت اعلان یې وکړ.
خو دا چې امریکا دغه ریښتینی اسلامي حکومت نشو زغملای نو سملاسي یې پر طالب مجاهدینو د ترهګرو نوم کیښودل، او پر هغو عربي مجاهدینو یې چې شل کاله د مجاهدینو سره اوږه په اوږه د اسلام د دښمنانو پر خلاف جنګیدلي وو د القاعده ترهګرو نوم کیښودل.
خو برعکس خپلو تالي څټو ته سره له دې چې تر پوزو په فساد، غلا، او خیانت کې ډوب دی، د ملت او نړي د تیر ویستلو لپاره ښایسته نومونه انتخابوي، دوی ته روشن فکران وایی، دوی ته مدني ټولنې وایي، دوی ته د بشر د حقوقو علمبردارن وایي، او داسې نور.
حال دا چې ريښتینی مسلمانان نه غلا کوي نه فساد کوي او نه خیانت، دوی ترهګر ګڼي، خو هغو څوک چې په دې جرایمو کې یې نړیوال شهرت خپل کړی ښکلي روشن فکران وایي، که دا روشن فکري وي نو لعنت دې وي پر روشن فکرۍ.
اوس تاسې قضاوت وکړئ چې روشن فکر څوک دی؟؟؟



