د قوشتپې امنیې قوماندان داعشیانو ته د وسلو ورکولو سربیره هره میاشت ۴۰۰ زره افغانۍ پټوي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د جوزجان په نا امنه ولسوالۍ کې اوسنی نومول شوی د امنیې قوماندان د سرتیرو له تنخوا او اعاشې څخه هره میاشت سلګونه زره افغانۍ خپل جیب ته وهي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي حفیظ الله ندرت رسنیو ته ویلي چې د قوش‌تپې ولسوالۍ ځای ناستی امنیه قوماندان عزت الله وردم هره میاشت د پولیسو له تېلو او اعاشې څخه ۴۰۰ زره افغانۍ غلا کوي.
په قوشتپه ولسوالۍ کې داعشي ملیشې آزاد لاس لري او د ولایتي شورا د دې غړي په وینا چې د ولسوالۍ د امنیې قوماندان د دې ډلې وسلوالو ته د امنیتي ځواکونو وسلې ویشي، له هغوی سره راشه درشه لري او د ډیری امنیتي سرتیرو د تېلو او اعاشې پیسې جیب ته اچوي.
ندرت زیاته کړه چې د قوشتپې امنیې قوماندان همداراز د ۱۲ خیالي پولیسو تنخوا سربیره، له باروړونکو موټرو د پلټنې تم ځای کې هم په ناقانونه توګه پیسې اخلي او خپل شخصي حق یې بولي.
پر همدې مهال دیادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان د ولایتي شورا د دې غړي خبرې رد کړې او پر نوموړي یې تور لګولی چې د۵ کلاشنکوفونو سربیره یې د تیلو او وریځو غوښتنه کړې ده چې په وینا یې د نه ورکړې په صورت کې یې ورباندې دا تورونه لګولي.

بلخوا د جوزجان د امنیې قوماندان فقیر محمد جوزجاني ویلي چې یاده قضیه به وڅیړي او دوی هڅه کوي هرې ولسوالۍ د پرسونل مطابق اعاشه واستوي .
د یادونې وړ ده چې د قوشتپې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې داعشي ملیشې واکمن دي چې د ماشومانو په مخ یې ښوونځي یې لسګونه هم تړلي، چې پدې وروستیو کې یې د استادانو د ۳ میاشتو د تنخوا ورکول د ښوونځیو د خلاصون د شرط په توګه وړاندې کړی و.
سیمیز خلک وایي چې داعشیان د مرکزي حکومت او سیمیزې ادارې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دي له همدې امله دولتي سیمو او آن دولتي اداراتو ته آزاد تګ راتګ لري.
د یادولو ده چې په سیمیزه اداره باندې داعشیانو ته د وسلو د ورکړې تور داسې مهال لګیږي چې څو میاشتې وړاندې د همدې ولسوالۍ خلکو او د دې ولایت ولایتي شورا تائید کړې وه چې داعشیانو ته د افغان پوځ چورلکو له هوا څخه مهمات وسلې او نور لوازم اچولي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button