د نړۍ کم او زیات اعتبار لرونکي پاسپورټونه؛ افغانستان په کوم نمبر دی؟

د آرټن کیپیټل په نوم یوې ادارې د نړۍ د زیاتو او کم اعتبار لرونکو پاسپورټونو لیست خپور کړی دی. په لیست کې هغه پاسپورټونه زیات اعتبار لرونکي ښوول شوي چې هېوادونو ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا نه‎ لري. دا لیست په دې اساس برابر شوی چې کوم پاسپورټونه وېزو ته اړتیا نه لري او یا هم درېم هېواد ته له ننوتو سره سم په‎ کې وېزې لګول کېږي.

د لیست له مخې، د سینګاپور پاسپورټ د نړۍ زیات اعتبار لرونکی او قوي پاسپورټ دی چې لرونکي یې ۱۵۰ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي. دویم تر ټولو معتبر د جرمني پاسپورټ دی چې لېږدوونکي یې ۱۵۸ هېوادونو ته د تګ او سفر لپاره وېزې اړتیا نه لري. درېم ځای کې د سویډن او جنوبي کوریا پاسپورټونه دي، د دې هېوادونو اوسېدونکي ۱۵۷ هېوادونو ته بې وېزې تلای شي.

پر څلورم نمبر ډنمارک، فنلنډ، ايټالیا، فرانسه، هسپانیا، ناروې، جاپان او برتانیا راغلي دي. د دې هېوادونو اوسېدونکي ۱۵۶ هېوادونو ته له وېزې پرته تلای او راتلای شي.

نور هېوادونه په لاندې ترتیب سره:

۵ – لوګزامبورګ، سویس، هالنډ، بلجیم، اتریش او پرتګال ( پاسپورټ لرونکي یې۱۵۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي)

۶ – مالیزیا، ایرلنډ، کاناډا او امریکا (۱۵۴ هیوادونو ته)

۷ – یونان، استرالیا، نیوزیلنډ (۱۵۳ هیوادونو ته)

۸ مالټا، چک جمهوریت، ایسلنډ (۱۵۲ هیوادونو ته)

۹ – هنګري (۱۵۰ هیوادونو ته)

۱۰ – سلووینیا، سلواکیا، پولنډ، لیتوانیا، لاتویا (۱۴۹ هیوادونو ته)

خو که خبره د کم اعتبار لرونکو یا کمزورو پاسپورټونو شي، افغانستان یې په سر کې دی. په لیست کې د افغانستان پاسپورټ په ۱۹۹م نمبر راوړل شوی دی. د افغاني پاسپورټ لرونکي کولای شي ۲۲ هېوادونو ته بې وېزې ولاړ شي، مطلب دا چې ۲۲ هېوادونه له افغانانو وېزه نه غواړي.  دې ۲۲ هېوادونو ته د سفر لپاره ځیني شرایط بیا هم شته، ځینو ته به له تلو مخکې اي ویزہ اخلئ، ځینو هېوادونو ته چې ورسېږئ، له ښکته کېدو سره سم به وېزه اخلې او ځینو نورو ته د سفر په وخت کې وېزې ته اړتیا نشته.

دویم کمزوري پاسپورټونه د عراق او پاکستان دي چې لرونکي یې ۲۶ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي. درېم کمزوری پاسپورټ د سوریې، څلورم د سومالیا او پنځم د یمن پاسپورټ دی.

افغانان کوم هېواد ته بې وېزې ته تلای شي؟

که څه هم په لیست کې ویل شوي چې افغان پاسپورټ لرونکي ۲۲ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي، خو یوازې درې هېوادونه ښوول شوي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

Haiti

Micronesia

St. Vincent and the Grenadines


د آرټن کیپیټل دارې د نړۍ د زیاتو او کم اعتبار لرونکو پاسپورټونو لیست لاندې لینک باندې کتلای شئ:

https://www.passportindex.org/byRank.php

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button