اسرائیل: که ایران له اتومي فعالیتونو لاس وانخلي نظامي برید به پرې وکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۵ فرید افغان)
تیره ورځ د اسرائیلو یو لوړ پوړي چارواکي ایران ته د اتومي فعالیتونو په هکله سخت ګواښ وکړ او خبر داری یې ورکړ چې که ایران له دې فعالیتونو لاس وانخلي نظامي برید به پرې وکړي.
د اسرائیلو د استخباراتو وزیر (ایسرایل کټز) چې دا مهال د جاپان په سفر تللی او هڅه کوي چې د ایران پرضد یې ملاتړ خپل کړي یوې غونډې ته ویلي چې د ایران د اتومي فعالیت د محدودلو لپاره ټولې لارې په واک کې لري .
دا لمړی ځل دی چې اسرایل ایران ته دومره توند ګواښ کوي.
کتز ویلي چې که امریکا او نړیوالې ټولنې ایران د هستوي پروګرام له غني کولو را ونه ګرځاو دوی به په یواځې سر پرې نظامي برید وکړي.
د یادونې وړ ده چې ایران او د نړۍ سترو قدرتونو په ۲۰۱۶ کال کې اتمي تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې ایران د خپل پروګرام غني کول پرېږدي او په بدل کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه ختمیږي، خو څو اونۍ وړاندې امریکایي جمهور رئیس ټرمپ وویل چې ایران دغه تړون ته ژمن نه دی او ګواښ یې وکړ چې دا تړون به فسخ کړي.
روسیې او د اروپایي ټولنې مشرتابه د ټرمپ خبرې بې اساسه وبللې او ویې ویل چې امریکا نشي کولی د ملګرو ملتونو له پریکړې سرغړونه وکړي.
خو ایران بیا د امریکا په دې اقدام سره د بالمثل کړنې ګواښ وکړ.
ایران په ځلونو ویلي چې اتومي پروګرام یې د وسلو جوړولو په نیت ندی .



