خواجه آصف: افغانستان ته د تیلرسن سفر د هغوی د ماتې کیسه بربنډه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم۵ فرید افغان)
تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف یوځل بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر له ویرې او هیبت ډک وباله او په وینا یې چې د ټیلرسن سفر دوی ته په افغانستان کې د امریکایانو د واقعي ماتې کیسه بربنډه کړه.
آصف په خپلو خبرو کې وویل چې په بګرام کې د امریکایانو عمومي اډې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر دا څرګندوي چې هغوی له ۱۶ کلن پوځي حضور وروسته هم د دې جرئت نلري چې کابل ته د تګ زړه ښه کړي.
اصف په ملنډو وویل چې پر همدې ورځ افغان ولسمشر اشرف غني ته هم خپل هیواد پردی ښکاریده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن کابل او بیا اسلام آباد ته په رسمي سفر باندې ولاړ.
نوموړي له کابل څخه لرې په پروان کې د امریکایانو په عمومي اډه کې د ګډحکومت دواړه مشران وروغوښتل او په اړینو مسایلو یې ورسره بحث وکړ.
تیلرسن په اسلام آباد کې پاکستاني چارواکي د طالبانو په ملاتړ تورن کړل او هغوی ته یې د طالبانو د ۷۰ مشرانو لیست وسپاره .
پاکستان له خپل لوري دا تورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل چې طالبان اوس د افغانستان پر ډیری برخه واکمن دي او د دوی ملاتړ ته هیڅ ضرورت نلري.
خواجه اصف زیاته کړه؛ د امریکا له لوري دوی ته په سپارل شوي لیست کې داسې کسان دي چې یا مړه شوي یا نور په پاکستان کې نشته.
پاکستان هم د دې لیست په مقابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د ۱۰۰ تنو نوملړ وروسپاره.
دیادونې وړ ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ خواجه اصف ویلي و چې امریکايي پلاوي ته یې ویلي چې د پوځي مشرانو په ځای دې خپلو ملکي مشرانو ته موقع ورکړي چې د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړي ځکه چې پوځي حل لارې تراوسه پورې ناکامه شوي نو پکار ده چې په سیاسي لارو غور وشي.



