د ”۱۳ بهرنیو عسکرو وژونکی“ افغان سرتېری خاورو ته وسپارل شو

د سېلاب قول اردو هغه افغان سرتېری، چې پنځه ورځې وړاندې یې په سېلاب قول اردو کې دننه پر بهرنیو عسکرو ډزې کړې وې او مرګ – ژوبله یې ورته اړولې وه، تېر ماښام خاورو ته وسپارل شو.

د یاد نفوذي سرتېري نوم ذبیح الله و او د ننګرهار د خوږیاڼیو د ټټنګ پتو کلي اوسېدونکی و، چې جنازه یې پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې یې په خپل پلرني کلي کې د سلګونو خلکو په شتون کې ترسره شوه او خاورو ته وسپارل شو.

شهید افغان سرتېری، ذبیح الله او د هغه پلار، محمد کبیر
شهید افغان سرتېری، ذبیح الله او د هغه پلار، محمد کبیر

دغه نفوذي عسکر له ډيرې مودې را په دې خوا په سیلاب قول اردو کې دننه دنده ترسره کوله او بالاخره یې، پنځه ورځې وړاندې د خپل ټوپک شپېلۍ په یاده قول اردو کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو ورواړوله. وروسته برید کوونکی سرتېری ذبیح الله هم د نورو افغان عسکرو لخوا په شهادت ورسېد.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، ”یاد نفوذي عسکر پنځه ورځې وړاندې (2017/10/22) د لغمان ولایت، ګمبیري ډاک، سېلاب قول اردو کې دننه په امریکايي اشغالګرو عسکرو داخلي برید وکړ چې له امله

يې ۱۳ اشغالګر افسران او عسکر ووژل او ۲ نور ټپيان کړل.“

که څه هم په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو قومندانۍ د طالبانو خبره رد کړه او ویې ویل چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې خو په یاده قول اردو کې یو داخلي مسئول منلې چې له امریکايي عسکر سره د یو افغان عسکر  شخړه راغلې.

په افغانستان کې بهرني ځواکونه زیاتره وخت د خپلو تلفاتو معلومات پټوي او یا یې هم له سره مني نه.

یوه اونۍ وړاندې هم په کابل کې یوه افغان سرتېري ۵ بهرنیو عسکرو ته مرګ اړولې وه خوهغه پېښه پټه پاتې شوه.

ذبیح الله مجاهد د بهرنیو ځواکونو له لوري د پیښې پټولو لامل دا ښيي چې، ”امریکايي ولس له دغه راز برید څخه خبر نشي او د ټرمپ د جنګي ستراتيژۍ په وړاندې امریکايي ذهنیت را ونه پارېږي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button