د افغانستان مسئله په جګړه نه، په سوله ييزه اجماع حل کېداى شي

تبصره

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په کچه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د تير ٢٠١٥ميلا دي کال راپدېدخوا، د څلور اړخيزو غونډو په نامه هڅې روانې دي او په کابل – اسلام آباد کې یې پنځه غونډې هم وکړې چې د اروپايي ټولنې لخوا یې ملاتړ هم شوی دی. په دې غونډو کې امريکا، چين، پاکستان او د افغانستان استازو ګډون درلود، خو  تراوسه پورې په افغانستان کې د ټولو غونډو په کولو د سولې په اړه هيڅ څرک ونه ليدل شو.

اوس د نړيوالې ټولنې لخوا په يوه راپور کې ويل شوي دي چې د افغان سولې په اړه له پاکستان سره خبرې کوي. د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې، اروپايي ټولنه هڅه کوي تر څو د یوې سیمه ییزې اجماع له لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته زمینه برابره کړل شي.

افغان ولس د هرې سولې او هر چا لخوا چې په افغانستان کې د سولې  قدم ايښودل کيږي او افغانستان ته سوله راولي، هرکلی یې کوي، خو د دې معلومات هم کوي چې د سولې په اړه د افغانستان، ګاونډيانو او د سيمې د هېوادونو داستازو وخت ضايع کوي او که په رښتيا سولې ته زمينه برابروي. په تېرو دريو کالو کې د سولې په نامه د پګواش بنسټ هم څو پر لپسې غونډې په قطر او نورو ځايونو کې وکړې، خو له هغې هم کومه مثبته نتيجه نه ده راوتې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبيا، تېره ورځ په کابل کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل، هڅه کوي تر څو د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د ځینو هېوادونو سره د خبرو اترو له لارې په افغانسان کې ثبات ته کار وکړي.

 که دافغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د هغه په وينا، چې وايي غواړم په سیمه کې له ټولو همکارانو، د افغانستان له ګاونډیانو او دغه شان هغه هېوادونه چې لیرې پراته دي او هم هغه هېوادونه چې کولای شي مثبت ټکي رامنځته کړي او د افغانستان د امن لپاره پر خپلو ځینو پالیسیو بیا کتنه وکړي، مشوره وکړم، د افغانستان په اړه به له هغوی سره د غیر سیاسي مواردو په اړه هم وغږېږم.

د افغانستان د مسئلې حل اوس يوازې د افغانستان او ګاونډيانو پورې محدود نه دی پاتې. په دې مسئله کې امريکا  ځان سره د ناټوپه چوکاټ کې غړي هېوادونه د يرغل پر مهال ملګري کړل، اوس د افغانستان د مسئلې حل هم نړيوال شوی دی. څرنګه چې جګړه نړيواله شوه، سوله هم نړيواله شوې ده.

 موږ په دې پوهېږو چې جګړه په افغانستان کې ده او د افغانانو تر منځ ده، خو نړيوالو او په سر کې امريکا ده چې د افغانستان جګړه ېې په خپل يرغل سره په لوى لاس نړيواله کړه، اوس به یې حل هم په نړيواله کچه کېږي.

غرض دا چې نړيوال جګړه مار په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي، امريکا او ناټو خپل يرغلګر له افغانستانه وباسي، بيا به د جګړې د پای ته رسېدا او سولې راتلو ته زمينه برابرېږي.

د افغانستان د مسئلې حل يوازې افغانانو ته نه، بلکې اوس نړيوالو ته هم مهم دی. ځکه چې نړيوال ځواکونه د افغانستان په جګړه کې راګير دي او هغوی هم غواړي خپل سرونه په امن له افغانستانه وباسي.

که اروپايي ټولنه غواړي په رښتيا د افغانستان مسئله د سيمې د هېوادونو په مرسته حل کړي، نو لومړی قدم دې په افغانستان کې د جګړې د لاملونو د له منځه وړلو څخه پورته کړي. کله هم چې په افغانستان کې د روانې جګړې لاملونه له منځه ولاړل، په افغانستا کې به د جګړې اور په ايرو بدل شي.

د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوربيا په داسې وخت کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو اود سیمې د هېوادونو د اجماع وينا کوي چې په ننګرهار او جوزجان کې د داعش ډلې نفوذ مخ په زياتېدو دی او د امکان په صورت کې د هېواد نورو ولاياتو ته یې ناامني او جګړې هم غځېدلای شي.

 که روانه ناامني او جګړې کنترول نه شي، بيا به د رولاند کوبيا  دا وينا، چې د افغانستان په مسئله کې د سيمې د هېوادونو اجماع ګټه رسوي، بې ګټې تمامه شي؛ ځکه د افغانستان مسئله په جګړه نه، په سوله ييزه اجماع حل کېداى شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button