سعودي غواړي په لنډ راتلونکي کې د موسیقي لوی فستیوال جوړ کړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۶ فرید افغان)

د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په ځانګړي فرمان کې ویل شوي چې د دې هیواد په جده ښار کې به د موسیقي یو لوی فستیوال چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه پکې ګڼ شمیر سندرغاړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې جوړکړي.

چارواکو ویلي چې تمه لري په دې فستیوال کې زرګونه خلک ګډون وکړي.
د دې هیواد چارواکو رسنیو ته ویلي چې؛ د دې فستیوال څخه یې مطلب د سیلانیانو را بلل، د سعودي اقتصادي رشد چې تر ډیره د تیلو پر ذخایرو ولاړ دی او د منځ لاري اسلام رامنځته کړل ښودل شوي دي.
د سعودي ولیعهد تیره ورځ هم رسنیو ته ویلي و، چې غواړي پخپل هیواد کې د ۷۰ سلنې ځوانانو د فکري غوښتنې پر اساس منځ لاری اسلام چې د هر مذهب او هرې عقیدې وګړي وزغمي او له دین څخه په اوښتلو( ارتداد) کې آزاد اوسي رامنځته کړي.
سعودي د مارچ په میاشت کې د دې هیواد په پلازمینه ریاض کې یو کنسرت رامنځته کړ او د اکتوبر په میاشت کې د مصرۍ سندرغاړې ام کلثوم لخوا لوی کنسرت ورکړل شو چې د سعودي رسمي تلویزیون په ژوندۍ توګه خپور کړ.
سعودي ښځو ته د موټر چلولو پر اجازې سربیره اوس هغوی په لوی لاس کنسرتونو ته رابولي او د هیواد پر ملي تلویزیون ورته هڅوونکي اعلانات ترسره کوي.

د سعودي واکمنې کورنۍ چې اوس یې ټولې چارې د ولیعهد محمد بن سلمان په لاس کې دي زرګونه علماء چې د دې هیواد په پریکړو یې نیوکه کوله زندانونو ته اچولي او زرګونه نور نظر بند ساتل کیږي.
یو عرب لیکوال په خپله تویتر پاڼه لیکي؛ د سعودي واکمنه کورنۍ غواړي خپل هیواد دغربي تهذیب یا سیکولریزم په لور سوق کړي او که دا چاره همداسې دوام وکړي ښایي په لنډ وخت د ښځو پر حجاب هم د امنیتي دلایلو په بهانه بندیزونه ولګول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button