لوګر: له امریکايي او افغان پوځيانو ډکه چورلکه ويشتل شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو چورلکه نسکوره شوې، چې پکې لسګونه بهرنيو او افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د بېګمه په سيمه کې د ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د لوګر امنيتي چارواکو پژواک ته د چورلکې نسکورېدل تائید کړي او ويلي يې دي، چې د بېړنۍ ناستې پرمهال له ونې سره جنګېدلې ده او يو تن پکې ټپي شوی دی.

ځايي باوري سرچينو رسنيو ته ويلي، دغه ستره چورلکه چې د عسکرو د انتقالولو لپاره يې بهرني او افغان ځواکونه د عملياتو پرمهال کاروي، د طالبانو له لوري ويشتل شوې ده.

د سرچينې په وينا: “ګډو ځواکونو غوښتل چې په سيمه کې عمليات وکړي، خو د وسله والو له لوري پرې د درنو وسلو ډزې شوي او ويشتل شوې ده،د شپې تر ناوخته پرې اورونه بل و، عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده”.

بهرنيان ډیری وخت په دغه چورلکو کې له څلوېښتو تر ۶۰ پوځيان د عملياتو سیمې ته وړي.

طالبانو د دغه برید مسئوليت په غاړه اخيستی  او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ اړوند د (بيګمه) په سيمه کې له پوځيانو ډکه ستره امریکايي چورلکه نسکوره شوه، چې پکې ۴۳ امريکايي او داخلي عسکر وژل شوي دي.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button