د امریکا پوځ: د لوګر د چورلکې لوېدو پېښه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو قومندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د لوګر د تیرې شپې د چورلکې لوېدو په پېښه کې د دوی یو عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت (Resolute Support mission) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده پېښه کې یې یو ټپي شوی عسکر د ټپونو له امله ومړ او ۶ نور امریکايي عسکر ټپيان شوي دي چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې چورلکه د برید له امله نه ده غورځېدلې.
تر دې دمه د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي.
د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان، جنرال جان نیکولسن د خپل امریکايي عسکر په له لاسه ورکولو خواشيني ښکاره کړې ده.
تېره شپه ناوخته د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ اړوند بېګمه سیمه کې، د بهرنیو ځواکونو چورلکه د شپنیو عملیاتو پر مهال رانسکوره شوه. د سیمې چارواکو رسنیو ته ویلي و چې چورلکه د بېړنۍ ناستې پرمهال له ونې سره جنګېدلې ده او يو تن پکې ټپي شوی دی.
بل خوا، د طالبانو سرچینې وايي چې ګډو ځواکونو غوښتل پر دوی چاپه ووهي، خو د چاپې په لومړي سر کې یوه امریکايي غټه دوه څرخه هلیکوپتره، چې غوښتل يې ناسته وکړي، ”په تکتیکي برید کې ويشتل شوې او رانسکوره شوه.“
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې چورلکې له نسکورېدو سره سم اور واخيست او پکې سپاره ۴۳ امریکايي او افغان عسکر ووژل شول.
مجاهد وايي، بهرني ځواکونه د خپلو تلفاتو پټولو هڅه کوي، ”د خروار د هلکوپترې په پېښه کې يې هم بهانه کړې چې هلکوپتره يې له ونې سره جنګېدلې ده، خو له خروار ماسوا په بل ځای کې ولې له ونې او یا بل شي سره نه جنګېده؟“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button