هرات: شينډنډ هوايي اډه کې د B52 ‌ډوله الوتکې پيلوټ وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د B52 ډوله بمبار کوونکې الوتکې پيلوټ مل پاسوال زلمی پکتياوال وژل شوی دی.

پېښه تېره شپه د ۸ بجو په شاوخوا کې د ميدان هوايي په داخل کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د دغه چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يوه تکتيکي ماين چاودنې په ترڅ کې يې نوموړی د ميدان هوايي په داخل کې له منځه وړی دی.

ويل کېږي، مل پاسوال زلمی پکتیاوال یوکال په امریکاکې د الوتکي دپیلوټۍ په برخه کې زده کړې کړې وې.

نوموړي دغه راز د هلمند په شوراب کې دنده کړې او له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د پيلوټۍ دنده مخته وړله.

طالبان وايي، نوموړي په هلمند او فراه ولايتونو کې په ګڼ شمير کې بمبارونه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button