فاریاب: د ګچو د کان عواید د دولت د خزانې پرځای شخصي جېبونو ته ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): د فاریاب ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د شېرین تګاب د ګچو کان له تېرو دوو کلونو راهیسې په غیرقانوني ډول استخراجېږي او پیسې یې سیمهییز زورواکي او د شخصي خلکو جېبونو ته ځي.
د سیمهییزو خلکو په خبره، د ګچو کان د شېرین تګاب په استانه بابا سیمه کې دی او اووه کاله مخکې کشف شوی و؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې استخراج په غیرمسلکي ډول ترسره کېږي او عواید یې د دولت پرځای زورواکان اخلي.
په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ګچ نويد کارخانې رييس محمد علي وايي، په لومړي سر کې د دغه کان د استخراج تړون له نهو شرکتونو سره شوی و؛ خو اوس د دغو شرکتونو پرځای یې استخراج سیمهییز زورواکان کوي او پیسې یې هم پخپله اخلي.
دده په خبره، د یوه ټن ګچ بیه ۴۵۰ افغانۍ ده، چې کلني عواید یې دوه میلیونه افغانۍ کېږي؛ خو اوس دغه پیسې ټولې زورواکان اخلي او دولت ته ټنګه هم نه ورکوي.
یوازې د فاریاب سیمهییز خلک د ملي شتمنیو له چور نه سر نه ټکوي؛ بلکې د نورو ولایتونو خلک هم وايي، چې ملي شتمني د سیمهییزو زورواکانو له لوري استخراجېږي او پیسې هم په خپله اخلي.
له دې وړاندې د بدخشان سیمهییزو اوسېدونکو هم ویلي وو، چې د لاجورد او زمرودو کانونو ډبرې په غیرمسلکي ډول استخراجېږي او پیسې یې سیمهییز زورواکان اخلي.



