«د ولسي جرگې او د ولسوالیو شوراگانو ټاکنې تراوسه بېبرخلیکه پاتې دي»

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۶): په افغانستان کې د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي او گډ حکومت په تېرو درې کلونو کې خپلمنځي اختلافات پای ته نه دي رسولې؛ خو په همدغه سختو حالاتو کې گډ حکومت د ولسي جرگې، د ولسوالیو شوراگانو او د ولسمشرۍ ټاکنې په مخکې لري.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ مشر جانداد سپین غر وايي، د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې ډېریږي او دغه کمېسیون په تېرو درېو کلونو خپلمنځي ستونزې هم حل نه شوې کړای؛ نو راتلونکې ټاکنې به څنگه ترسره کړي.
د سپینغر په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د چنگاښ پر ۱۶مه د ولسي جرگې او د ولسوالیو د شوراگانو د ټاکنو اعلان کړی؛ خو تراوسه یې د دغو ټاکنو د څرنگوالي په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
دی وايي، وسلهوال طالبان ورځ تر بلې ولسوالۍ نیسي او په دغسې حالاتو کې ټاکنې کومه معنی نه لري.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ مشر نعیم اصغري هم ورته اندېښنه ښيي. دی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، چې راتلونکې ټاکنې به په نوې ټېکنالوجۍ ترسره کړي؛ خو تراوسه یې هېڅ نوي شیان پیرلي نه دي.
په افغانستان کې د ټاکنو د څار بنسټونه د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه داسې مهال څرگندوي، چې اوسمهال د هېواد زیاته خاوره د وسلهوالو طالبانو سره ده.
گڼ شمېر ځوانان وايي، چې راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي؛ ځکه دلته د دوی په سرنوشت لوبه کېږي او هغه خلک راوستل کېږي، چې د امریکا خوښ وي او امریکايي گټو لپاره کار وکړي.
دوی تېرې ولسمشریزې ټاکنې د بېلگې په ډول یادوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جانکېري د اوسني گډ حکومت بسنټ کېښود اود میلیونونه خلکو په سرنوشت یې لوبه وکړه.



