د خان اباد ولسوال: د طالبانو په بريد کې ۱۳ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۷): د کندز سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په خان اباد کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ديارلس پوليس وژل شوي دي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري رسنيو ته ويلي، چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د ادم خان سيمه په پوسته بريد کړی او ياده پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي: په دغه پوسته کې ټول ۱۴ تنه پوليس وو، چې له ډلې يې يو تښتېدلی او نور يې طالبانو وژلي دي.

نوموړی وايي، طالبانو له يادې پوستې څخه يو هاموي ټانګ، وسلې او نور مهمات هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې يوه پوسته يې په مکمله توګه نيولې او د قومندان ګلبدين په ګډون ۱۷ عسکر وژل شوي دي، ټوله وسله يې طالبانو نيولې وړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button