بلخ: د وحدت او جمعيت قوماندانانو تر منځ نښته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۷): دبلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د دوو پخوانيو جهادي ګوندونو د قومندانانو تر منځ نښتې شوي، چې مرګ ژوبله هم پکې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانی وايي، نښته تېره شپه د مزارشريف ښار شمالي لوري ته د ځمکې په سر شوې، چې له کبله يې له يوه قومندان څخه يو کس وژل شوی دی.
نوموړی وايي، وروسته د دواړو قومندانانو د وسله والو تر منځ پوليسو مداخله وکړه او نښته پای ته ورسېده.
د دراني په وينا، دوی اوس جهادي قومندانان نه بلکې غير مسوول وسله وال دي، هرڅوک چې غير رسمي وسلې لري هغه غير مسوول وسله وال دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د جمعيت اسلامي قومندان غوث الدين چې په غوثک مشهور دی، د وحدت ګوند له يوه قومندان سره د دشت شور سيمې په برخه کې د نوي جوړېدونکي ښارګوټي پرسر شخړه وکړه، چې وروسته په وسله واله نښته واوښته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، غوثک هغه قوماندان دى چې د مومند په قضيه کې يې د مزار پر هوايي ډګر بريد کړى و.
د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان په دغه ولايت کې غير مسوول وسله وال د نا امنۍ مسوول ګڼي او وايي، چې د دغو وسله والو ملاتړ د ځانګړو کړيو له خوا کېږي او له دولت نه يې غوښتنه وکړه چې د دغسې وسله والو مخه ونيسي.
ويل کېږي، په بلخ ولايت کې سلګونه غير مسوول وسله وال خپلسري فعاليتونه کوي د دولتي ځمکو د غصب سربيره په لسګونو نورو دوسيو کې هم ښکېل دي.



