کندوز کې ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۷):د کندوز روغتون ډاکټرانو نن کاري اعتصاب کړی او د کندوز له امنیتي چارواکو غواړي، چې د دې روغتون د یوه ډاکټر زوی د تښتونکو نه وژغوري.

د ډاکټر عبدالستار غفور زوی د تېرې چارشنبې په ورځ نامعلومه وسله‌والو تښتولی دی او تراوسه د تښتونکو سره دی.

ډاکټر عبدالستار غفور نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د تېرې چارشنبې په ورځ یې شپږ کلن زوی عبدالقادر له ښوونځي نه کور ته روان و، چې نامعلومه کسانو وتښتاوه؛ خو اوس یې په بدل کې ډېرې پیسې غواړي.

دی وايي، تښتونکو ورنه ډېرې پیسې غواړي؛ خو دی دومره پیسې نه لري چې تښتونکو ته یې ورکړي او خپل زوی وژغوري.

ده د کندوز امنیتي مسوولین هم ګرم وبلل، چې د تښتونکو پر وړاندې اقدام نه کوي.

کندوز د شمالي ولایتونو څخه یوازېنی ولایت دی، چې ډېره برخه کې یې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې ده.

طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تښتونکي په عام محضر کې اعدام کړي دي.

تېره اوونۍ طالبانو په هلمند کې درې تښتونکي هم په عام محضر کې اعدام کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button