فاریاب کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۷):د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په خانچار باغ ولسوالۍ کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.

د خانچارباغ ولسوالۍ ولسوالې مېرمن دُرتاج یماق خالقي وايي، تېره شپه یوې شل کلنې نجلۍ شاکرې په خپل کور کې ځان د یوې نیلوني رسۍ په وسیله ځان په چت کې راځړولی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

ده وايي، د شاکرې د ځان‌وژنې په اړه پلټنې روانې دي؛ خو کورنۍ یې وايي چې شاکرې رواني ناروغي لرله او کېدای شي د همدې ناروغۍ له امله یې ځان‌وژنه کړې وي.

یاده دې وي، تېره اوونۍ په پښتونکوټ ولسوالۍ کې هم یوې ناوې د حشرو ضد درمل خوړلي وو او ځان‌وژنه یې کړې وه.

د فاریاب د بشري حقونو کمېسیون وايي، په روان کال کې یې په دې ولایت کې د ځان‌وژنې ۲۳ پېښې ثبت کړي، چې دغه شمېره په تېرو کلونو کې ټیټه وه.

دیني عالمان ځان‌وژنه ناروا ګڼي او ټولو ته توصیه کوي، چې د کورنیو ستونزو پرمهال باید زغم وکړي او له ځان‌وژنې ځان وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button