په مشرانو جرګه کې دوو سناتورانو فزیکي شخړه کړې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن په سنا مجلس یا مشرانو جرګه کې ۲ وکیلانو له لفظي شخړې وروسته فزیکي چلند کړی چې د جلسې فضا یې هم ګډه وډه کړې ده.

نن د مشرانو جرګې د سرحداتو دساتنې په موضوع او د لویي جرګې پر راغوښتلو بحث کاو چې د کندهار او اروزګان ولایتونو د دو وکیلانو ترمنځ بحث تر لفظي ښګنځلو او ګواښونو ورسیده.

په دغه جرګه کې د اروزګان استازي محمد حنيف حنفي وويل: “په اوسنيو شرايطو کې د لويې جرګې ترسره کول مناسب کار نه دى او څوک چې د لويې جرګې د ترسره کولو غږ پورته کوي، جاسوس دى او د نورو په مرسته دغه کار کوي.”

د حنفي دغه جمله بشپړه شوې نه وه، چې رحمت الله اڅکزي پرې لومړى د بوتل ګذار وکړ او بيا د هغه لوري ته ولاړ او حنفي يې پر مخ او سر څو سوکه وواهه.

په مشرانو جرګه کې د پکتیا استازی بازمحمد زرمتی وایي؛
له شخړې وروسته د کندهار ولایت استازی رحمت الله اڅکزی د غونډې له تالار څخه و ایستل شو.
بازمحمد زیاتوي چې د مشرانو جرګې په تالار کې د وکیلانو ترمنځ تاوتریخوالی شرموونکی دی او باید مخه یې ونیول شي.
په همدې حال کې حنیفي ګواښ کړی چې که پوښتنه یې ونشي، نوموړی به یې غچ د کندهار له استازي څخه واخلي.
خو د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي چې د قانون تر مخه به دا کړنه وڅیړي او تر هغو به اڅکزي ته په جرګه کې د ګډون حق ورنکړي ترڅو چې یې وکیلانو د ګډون پریکړه نه وي کړې.

دا لمړی ځل ندی چې د استازو په مجلس کې خبره تر فزیکي برخورد رسیږي، بلکې تر وړاندې هم په ځلونو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په مجالسو کې خبره تر ګواښونو او فزیکي شخړو رسیدلې ده چې دې چارې پر استازو د خلکو باور کمزوری کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button