عطانور: د حکومت د مشرانو د بې غورۍ له امله ناامني زیاته شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): له لږې مودې ځنډ وروسته د بلخ والي عطامحمد نور يوځل بيا د ګډ حکومت په مشرانو نيوکې وکړې او هغوی يې د امنيت په برخه کې په بې پروايې تورن کړل.
نوموړي، تېره ورځ په مزارشريف کې د ترکيې په قونسګرۍ کې د هغه هېواد د ۹۴مې کليزې په لمانځ غونډه کې وويل، چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو د بې غورۍ له کبله نا امني زياته شوې او زياته يې کړه چې د نظاميانو د مرګ ژوبلې زياتېدل د حکومت مشرانو ته د شرم خبره ده او دوی بيا هم وايي چې بريالي دي، کومه دی برياليتوب؟.
نور په خپلو خبرو کې وويل: په ګډ حکومت کې فساد اوج ته رسېدلی چې له کبله يې نا امني زياته شوې او حکومتولي مخ پر زوړ روانه ده.
هغه له ترکيې هېواد څخه وغوښتل، که چېرې افغان حکومت ترې په ترکيه کې د دوستم د لا پاتې کېدو غوښتنه وکړي؛ نو نه دي ورسره مني.
د هغه په خبره چې څو ځل ورته د وزارتونو وړانديز شوی، خو ځکه يې نه دی منلی چې غواړي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي.



