سمنگان کې یو تن خپله خواښې او مېرمن وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۸)د سمنگان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې هغه تن نیولی، چې د خپل خسر پر کور یې برید کړی و او خپله مېرمن یې وژلې وه او خسر او اوښی یې ټپي کړي وو.

د سمنگان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال خواني طاهري وايي، نیول شوي تن څلور میاشتې مخکې خپله خواښې وژلې وه؛ خو تېره شپه یې د خسر پر کور برید کړی و او خپله مېرمن یې په تبر وژلې وه او دوه تنه نور یې ټپیان کړي وو.

د خواني په خبره، د دواړو وژونکی یې نیولی او پولیسو ته یې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د کورني تاوتریخوالي له امله دغه ډول پېښې ورځ تر بلې ډېریږي.

تېره ورځ د فاریاب امنیتي چارواکو ویلي وو، چې په دې ولایت کې یوې ځوانۍ نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button