هند افغانستان ته د چاه بهار له لارې ۱۱۰زره مټرېک ټنه غنم راولېږل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): هند تېره ورځ د چاه بهار بندر له لارې افغانستان سره د مرسته شويو غنمو لومړنۍ کښتۍ راولېږله.

په هندوستان کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي رسنيو ته ويلي، چې په دغې کښتۍ کې ۱۱۰زره مټرېک ټنه غنم بار دي.

هندي چارواکي وايي، له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم به په شپږو پړاوونو کې د ايران له چابهاره افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان حکومت پاکستان سره د سیاسي اړیکو له ترينګلتیا وروسته، هڅې لا ګړندۍ کړې چې د افغانستان د سوداګریزو اړتیاو لپاره نوې لارې پرانیزي.

تېر کال افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر له لارې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ ، چې له هغې وروسته دا لومړی ځل دی چې هند د سمندر او ځمکې له لارې افغانستان ته خوراکي توکي لېږدوي.

افغان سوداګرو له دې مخکې ډيری سوداګريز توکي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې واردول خو په دې وروستيو کې دغې هېواد افغانستان ته د مالونو په وارداتو او صادراتو کې ځينې خنډونه رامنځته کړل، چې اوس ډیری افغان سوداګر د چاه بهار بندر او نورو بديلو لارو افغانستان ته توکي واردوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button