د ناامنيو له منځه وړل ژمنو ته نه، عمل ته اړتيا لري

سرليکنه

له دوو مياشتو راپدېخوا چې په هېواد کې ناامني ورځ په ورځ زياتېږي، د هغو ولاياتو له اوسېدونکوعلاوه، چې د جګړو له امله د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، د نورو ولاياتو اوسېدونکي هم اندېښمن دي چې په شمال او ختيځ کې د داعش جګړه مارو د جګړې اور د دوى سيمو ته هم رسېدلاى شي او که په ختيځ او شمال کې داعش جګړه مار کنترول نه کړاى شي، روانې پیل شوې جګړې به ټول هېواد ته لمن خوره کړي.

له بلې خوا، په هېواد کې د روانو ناامنيو له امله د مشرانو جرګې هم له امنيتي ارګانونو غوښتي چې د امنيت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي څو د ختيځ او شمال اور په خپلو سيمو کې کنټرول کړل شي.

په دې وروستيو کې، په ننګرهار او جوزجان کې د داعش پر خلاف جګړو زور اخیستی دی. په جوزجان قوش تپه کې داعش ډلې د ښوونې او روزنې تعليمي نصاب کې د بدلون ګواښ کړی دى، تعليمي ادارې یې تړلې دي او د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش لخوا د شپږو کليو نيولو د مشرانو جرګې غړي او هېوادوال په اندېښنو کې اچولي دي.

 د روان حالت څخه د ولس او مشرانو جرګې اندېښنې پر ځاى دي او د ننګرهار، هلمند، نورستان، فراه علاوه په نورو ولاياتو کې هم همدا ډول حالت رامنځته کېداى شي.

د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په وار وار له ولس سره د نا امنيو د کنټرول  ژمنې کړې دي چې وضعيت به کنټرول کړل شي. خو داسې جوتېږي چې دواړه وزارتونه د روان حالت د کنټرول توان نه لري، ځکه له دوو مياشتو راپدېخوا د هېواد په ختیځ او شمال کې جګړو زور اخستی، خو حکومت تر اوسه پورې هيڅ اقدام نه دې کړي.

په شمال او ختيځ کې ولس د داعش  جګړه مارې ډلې له جګړو او وحشت څخه اندېښنه ښوولې ده. د جګړې پر مهال او وروسته له جګړې چې حکومتي ځواکونه له سيمې وتلي، داعش ډلې د ولس پر خلاف له هر ډول وحشته کار اخیستی او حکومت دا توان نه لري چې په شمال او ختيځ کې داعشي جګړه مار وځپي.

 د ولس اندېښنې ځکه ورځ په ورځ زياتېږي چې دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه ژمنې کوي، په عمل کې یې تراوسه پورې يو ګام هم نه دی اخیستی. دا مهال په ننګرهار کې د کورنيو چار د وزارت په اعترف تر ١٠٠٠ زرو پورې وسله وال د حکومت پر خلاف په جګړه بوخت دي چې ولس یې د کورونو پرېښودو علاوه د سر او مال له تاونونو سره مخ کړی دى.

که د هېواد په شمال او ختيځ کې د موجوده ناامنيو پر خلاف يو ولسي پاڅون ونه شي، روان حالت نور هم خرابېداى شي چې بيا به سيمې له ولسونو خالي او يوازې د داعش جګړه مار به پکې پاتې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button