طالبان: د امريکايي بندي روغتيايي وضعيت ښه نه دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): وسله والو طالبانو له کابل څخه د تښتول شويو امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيو استادانو له جملې د يوه تن روغتيايي وضعيت اندېښمن ښودلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ” په دغو دوو  کې یو تن امریکایې  استاد کیون کینګ  (Kevin King) د زړه په خطرناکه ناروغۍ او ورسره د بډوډو  په ناروغۍ اخته دی”.

طالبان وايي، دوی يې وخت په وخت د علاج او پالنې هڅې کوي، خو زياتوي چې: ” موږ په جنګي وضعیت کې یو او ډيرو طبي اسانتیاوو ته لاس رسی نلرو، نو نشو کولای چې بشپړ علاج يې وکړو”.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د نوموړي استاد ناروغي زياته شوې، د پښو پاړسوب او کله ناکله بېهوشي هم ورباندې راځي، چې روغتيايي وضعيت يې د ورځو په تېرېدلو سره لا خرابېږي.

نوموړی وايي، داچې امریکايي جهت د خپلو اتباعو د مرګ او ژوند چندان پروا نه لري، موږ خبرداری ورکوو چې د نوموړو دوو تنو بندیانو د سالم خلاصون لپاره د اسلامي امارت غوښتنې ومني او خپل اتباع خلاص کړي.
د هغه په وينا، که چيرې بهرنيان په دې خبره کې ځنډ وکړي او د (Kevin King) ناروغي له علاجه ووځي او يا ژوند له لاسه ورکړي نو (اسلامي امارت) یې په وړاندې ځکه مسئوليت نه لري چې مقابل لوری د موضوع خلاصون ته غاړه نه ږدي او د خپلو اتباعو ژوند مهم نه بولي.

د روان کال په جون مياشت کې وسله والو طالبانو د دغو دوو استادانو يوه ويډيو خپره کړه او دواړو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي و چې د دوى د خوشې کولو لپاره خبرې وکړي.

د امریکايي پوهنتون د استادانو له جملې يو يې ۶۰کلن امريکايي کيون کنګ او دوهم ۴۸ کلن استراليايي ټيمټي ويکس دی، چې وسله والو طالبانو د تېر کال په زمري مياشت کې له کابل څخه وتښتول.

طالبان د دغو دوو بهرنيو استادانو په بدل کې د خپلو هغو ملګرو ازادي غواړي چې په باګرام او څرخي پله زندانونو کې بنديان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button