غزني: د طالبانو سره نښته کې ۹ پولیس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸):د غزني امنیتي چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خوږیاڼیو ولسوالۍ مرکز چې د غزني ښار ته لېږدول شوی پر څو پوستو بریدونه کړي او نهه پولیس یې وژلي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د سرخ کلا په سیمه کې د پولیسو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي وو، چې ۱۴ پولیسو ته پکې مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د ده په خبره، دغه پوستې د خوږیاڼیو د لېږدول شوې ولسوالۍ د امنیت لپاره جوړې شوې وې؛ خو طالبانو پرې بېگاه بریدونه کړي او ده پوستې یې نیولي او نورو ته یې اور اچولی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تېره شپه یې د غزني ښار په پوستو بریدونو کې ۱۹ عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د مجاهد په خبره، په دغه جګړه کې یې دوه وسله‌وال هم ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو یو نیم کال وړاندې د غزني د خوږیاڼیو ولسوالۍ په خپله ولکه کې راوسته، خو د غزني سیمه‌ییزو چارواکو د ولسوالۍ مرکز د غزني ښار ته ولېږداوه او تراوسه د ولسوالۍ چارې د غزني په ښار کې ترسره کېږي.

طالبانو تېره ورځ هم د غزني ښار اړوند پر پوستو بریدونه کړي وو، چې لس پولیس یې وژلي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button