شمالي کوریا:د اتومي بم د آزموینې پر مهال شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې پدې ورستیو کې د شمالي کوریا پوځي چارواکو د اتومي توغندیو یوه آزموینه ترسره کړې چې له کبله یې د دې هیواد وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.
د جاپان د رسمي خبري آژانس د خبر په حواله؛ شمالي کوریا د وروستي ځل لپاره د اکتوبر پر لسمه د اتومي توغندي یوه پټه آزموینه ترسره کړې ده چې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه پکې له منځه تللي دي.
شمالي کوریا یواځې څلور رسمي رسنۍ لري او بهرني خبریالان قطعا نشي کولی پیښې له نږدې وڅاري او هرڅه یواځې د شمالي کوریا له رسمي آدرسه خپروي.
جاپان چې له شمالي کوریا سره ګډ سرحد لري، آژانس یې ویلي چې د دوی معلومات ښیي؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د هیواد پوځي چارواکو د اتومي وسلې آزموینه ترسره کوله .
آژانس زیاتوي؛ د سختې چاودنې د ټکانونو له امله په سیمه کې یو تونل ويجاړ شو،چې پرمهال یې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.
د یاد آژانس د راپور په اساس؛ ۱۰۰ تنه نور چې د ژغورنې د عملياتو لپاره راغلي و د اتومي شعاوو له امله تلف شوي دي.
داخبر داسې مهال رسنیز کیږي چې تازه راپورونه ښیي چې امریکا د شمالي کوریا پرضد پر اتومي برید فکر کوي او ځینو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې شمالي کوریا هم خپلو وګړو ته امر کړی چې د احتمالي جګړې د پیښیدو له امله دې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
شمالي کوریا ویلي چې هره شیبه د برید امکان شته او دوی د دې جګړې لپاره پوره چمتوالی لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button