پرتوگ دې سوړې سوړې راوړ!/ هېواد ریان
د پښتو ددې لنډۍ شالید رامعلوم نه دی؛ خو کېدای شي یو کس کوم ناځوانه سړي/ښځې ته ویلې وي. دې کس به داسې کارونه کول، چې اخېر کې ترې دفاع کوونکي نوره دفاع نه شوه کولی او یا په اوسنۍ اصطلاح د داسې کارونه خیاطي سخته وه؛ خو ځکه یې ورته ویلي و، پرتوگ دې سوړې سوړې راوړ!
د اوسني گډوله نظام خیاطان هم هڅه کوي، چې د خپلو مخالفینو د ځپلو او د خپل دولت ته هر ډول خیاطي وکړي؛ خو کله کله دوی بې چاره گان هم مجبوره شي او په زوره چیغې کړي، چې پرتوگ دې ….
اوسني حکومت په هر منفي کار کې اولنمرهگي اخیستې؛ خو مثبت کارونه یې په ذره بین هم نه لیدل کېږي او دلته هره ورځ یوه نادوده حتماً پېښیږي.
پروسږکال د زابل د عدلیې رییس له خپل ځوان مامور څخه غوښتي وو، چې د سل روپو بدل کې ورسره جنسي اړیکه ونیسي. د دغه ویډیو خپرېدو وروسته د زابل عدلیې رییس ویډیو وکړه او په هرڅه یې خاورې واړولې؛ حتی د شرم احساس یې هم ونه کړ.
څو میاشتې وړاندې د مفکر لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم له لوري پر ایشچي د جنسې تېري او جنسي ځورونې ښکاره ثبوتونه وړاندې شول؛ خو دلته قانون، مجازات او محکمې یوازې د غریبو خلکو لپاره جوړې شوي او دولتي چارواکي ترې مستثناء دي.
پرون یو ځل بیا له شرمه ویډیو په فېسبوک کې خپره شوه. په ویډیو کې د افغان هوايي ځواک سرطبیب «ډگروال عبدالرسول مایل لغمانی» د یوې ځوانې ښځې سره د جنسي اړیکې د ټینگولو په حال کې دی.
ډگروال خپلې جامې ایستلې او په یوه سپینه زیرپیراهنۍ کې دی او ویډیو داسې ښکاري چې خپله ده کړي وي او موبایل یې ځان ته ايښی وي او یا کېدای شي د پټې کمرې په وسیله ویډیو شوي وي؛ ځکه ویډیو کې غږ نشته.
د دغه ډول ویډیوگانو کول او بیا فېسبوک کې خپرول د اوسني گډوله نظام لپاره داسې د شرم خبره ده، داسې شرم لکه له امریکې سره یې چې بیا امنیتي تړون لاسلیک کړی وي؛ خو گیله ځکه نه کوو، چې اوسنی نظام د نرښځیانو، زانیانو، لوطیانو، شرابیانو، چرسیانو او …. دی.
اوس دې نو خلک بیا ووايي، چې د اوسني نظام پرضد جنگ ناروا دی، یا اوسنی نظام زموږ د ناموس او عزت ساتونکی دی. دغه ناموس فروشان خپل ناموس نه شي ساتلی؛ نو زموږ ناموس به څنګه وساتي.
نو زه هم وایم
چې پرتوگ دې سوړې سوړې راوړ
چې هره سوړه دې گنډم ژړا راځینه



