نیویارک: یوه بریدګر دخپل موټر په وسیله ۲۱ کسان مړه او ژوبل کړي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا په نیویارک ښار کې یوه بریدګر دخپل پیک آپ موټر په توسط په خلکو برید کړی چې تر شلو ډیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ان بي سي تلویزیوني چینل د راپور سره سم؛ یوه برید ګر چې غوښتل یې ګڼ خلک په نښه کړي، د بایسکلونو په ځانګړې لاره موټر په ډیر سرعت زغلولی او ګڼ خلک یې په نښه کړي دي.
د نیویارک پولیس وایي؛ په برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ځینې لویدیځې رسنۍ بیا د وژل شویو شمیره ۸ او د ټپیانو شمیر ۱۲ تنه ښیي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي ځکه چې په وینا یې په سیمه کې بیړني امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د نیویارک پولیسو همداراز ویلي چې بریدګر یې له برید وروسته په ډزو وژلی دی.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې بریدګر مخکې تر دې چې دخپل موټر په توسط برید ترسره کړي په پولیسو څو ډزې وکړې او بیا یې موټر په ډیر سرعت سره په خلکو وخیژاوو.
د نیویارک پولیس وایي دا یوه ترهګریزه پېښه وه او په وینا یې چې فدرالي څارګره اداره ایف بي ای به یې په تړاو پلټنه کوي.
امریکایي ولسمشر ټرمپ داپیښه غندلې او بریدګر یې لیونی بللی دی.
دا لمړی ځل ندی چې امریکا د داسې پیښو ښکار کیږي؛ له تیرو څو کلونو راپدیخوا په ټوله لویدیځه نړۍ کې د اسلامپاله ډلو لخوا تهاجمي بریدونه په بیساري توګه ډیر شوي دي چې دې چارې هغوی له سختې وارخطایي سره مخ کړي دي.



