نور: که حکومت نه اصلاح کېږي باید له منځه یوړل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶):د بلخ والي او د جمعیت گوند اجراییوي رییس عطاء محمد نور یو ځل بیا پر اوسني گډ حکومت سختې نیوکې کړي او د نظام د چپه کېدو یې غوښتنه یې کړې ده.
نور پرون په هرات کې یوې خبري غونډې ته ویلي، که اوسنی گډ حکومت اصلاحات نه راولي، غوره ده چې سقوط شي او پرځای یې بل نظام واکمن شي.
نور ویلي، د اوسني گډ حکومت خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې ډېریږي؛ خو طالبان ولسوالۍ، سیمې او حتی ولایتونه سقوط کوي او د حکومت کړۍ ورځ تر بلې تنگوي.
د بلخ والي پر ځینو رسنیو هم نیوکه وکړه، چې دوه ورځې وړاندې خبرې یې تحریف کړې وې او ده نه وو ویلي، چې غواړي ځان راتلونکو ټاکنو کې نوماند کړي، بلکې ویلي یې وو، د سلا او مشورې وروسته به د خپلې نوماندۍ پرېکړه وکړي.
نور د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون هم نیوکه وکړه، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي په برخه کې هېڅ کار نه کوي او هره ورځ زاړه کارکوونکي گوښه کوي؛ خو د اصلاحاتو په باره کې هېڅ اقدام نه کوي.
ده یو ځل بیا د روانې ناامنۍ لامل اوسنی گډ حکومت وباله او په خبره یې چې دولتي چارواکي په کور، ښوونځي، ښار او خپلو ودانیو کې هم د امنیت احساس نه کوي او هر ساعت د مرگ وېره ورسره وي.
د بلخ والي وویل، د تېرو کلونو په پرتله اداري فساد اوج ته رسېدلی؛ خو د گډ حکومت دواړه چارواکي دروغ وايي، چې د اداري فساد مخه یې نیولې ده.
د جمعیت گوند اجراییوي رییس او د بلخ والي عطاء محمد نور دوه ورځې وړاندې هم پر اوسني گډ حکومت سختې نیوکې کړې وې؛ خو تېره ورځ یې د سقوط خبره وکړه.
ارگ او سپیدار ماڼۍ د نور د خبرو په اړه حتی غبرگون هم ونښود.



