بلخ: د کندوز د اربکیانو پر قومندان ماین چاودنه شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شېرجان درانی وايي، نن له غرمې وروسته د خُلم په ولسوالۍ کې د کندوز د اربکیانو پر قومندان «نبي گیچي» د چسپکي ماین په وسیله چاودنه شوې او سخت ټپي شوی دی.

د دراني په خبره، په دغه پېښه کې درې اربکیان وژل شوي او د نبي گیچي روغتیايي حالت هم سم نه دی.

نبي گیچي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان دی او د وسله‌والو طالبانو سره په جگړه بوخت دی.

نبي گیچي د گډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د نږدې کسانو څخه دی او د هماغه د ملاتړ له امله یې په کندوز کې سلگونه پښتانه وژلي دي.

د بلخ د نننۍ پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله‌‌والې ډلې نه دی منلی.

سیگار تېره ورځ ویلي وو، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په مرگ‌ژوبله کې ډېروالی راغلی او افغان دولت هڅه کوي، چې د خپلو سرتېرو مړینه پټه وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button